د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

یونس مهمند: افغانستان له نړیوال ترانزیټ نه مؤثره ګټه نه‌ده پورته کړې


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د امنیتي ستونزو له امله نه‌دي توانېدلي چې د «تېر سیستم» یا د واټ له نړیوال ترانزیټ څخه، مناسبه ګټه پورته کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، له ۲۰۱۳ میلادي کال راوروسته افغانستان توانېدلی چې د «تېر سیستم» یا د واټ د نړیوال ترانزیټ له لارې، یوازې ۱۷ کانټینره مالونه نورو هېوادونو ته صادر کړي.

د دغې خونې مرستیال محمد یونس مهمند د چهارشنبې په ورځ د «تېر سیسټم» په اړه د عامه پوهاوي په ملي کنفرانس کې وویل، په دې موده کې نورو هېوادونو په سلګونه کانټینره مالونه، صادر او وارد کړي دي.

ښاغلی مهمند وايي، د دولتي ادارو تر منځ د همغږۍ نشتوالی، د سړکونو ستونزې، تېر سیستم په اړه د موټر چلوونکو بې‌خبري، په لویو لارو کې له موټرو څخه د پیسو اخیستل او د وېزو په ورکړه کې ستونزې لامل شوي چې دغه سیسټم په هېواد کې په سمه توګه پلی نه‌شي.

نوموړي زیاته کړ:

"ستونزې شته، کوم صادرات چې شوي، کابو ۱۲۸۶ کارګېټ دي چې له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته صادر شوي دي، خو له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته یوازې ۱۷ کارګیټ صادر شوي دي، موږ ستونزې ارزوو، تر څو اړوندې ادارې مرسته وکړي."

د ښاغلي مهمند په خبره د تېر سیستم له لارې کېدای شي چې افغان سوداګریز مالونه ترکيې، تاجکستان، قزاقستان، ایران او لیتوانیا ته صادر شي.

تېر سیستم، یا د واټ نړیوال ترانزیټ یوازنۍ لاره ده چې بار وړونکي نقلیه وسایط پرې کولای شي چې سوداګریز مالونه په خوندي او ارزانه توګه، نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

افغانستان په ۱۹۷۵ میلادي کال کې د دغه سیستم د نړیوال کنوانسیون غړیتوب تر لاسه کړ، خو د ناامنیو له امله‌یې تر یوه وخته پورې، دغه غړیتوب له لاسه ووت خو په ۲۰۱۳ میلادي کال کې بیا وتوانېد چې د دغه کنوانسیون غړیتوب خپل کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال ټینګار کوي چې افغان حکومت دې د اقتصادي ودې او سوداګریزې پراختیا لپاره، د تېر سیستم د پلي کولو په لاره کې، پراته خنډونه له مخې لیرې کړي.

د افغانستان مالیې وزارت د تېر سیستم د پلي کېدو په لاره کې، پرتې ستونزې مني خو وايي چې د پلي کېدو لپاره‌یې، تدابیر نیول شوي دي.

د مالیې وزارت مرستیال شفیق‌الله قاری‌زاده په دې اړه وویل:

"د ګمرکونو په تشکیل کې د تېر سیستم د مدیریت جوړول، د حمل و نقل د واټ سازمان ته د سرحدي ګمرکونو لکه تورخم، حیره‌تان، اقینه، شیرخان بندر او همدارنګه د محصولي ګمرکونو لکه کابل، هرات، بلخ، کندز او اندخوی ورپېژندل، د ولایتې ګمرکونو په تشکیل کې د داسې مأمورینو ګمارل چې تېر سیستم وکاروي او نقلیه وسایطو ته د تېر سیستم د پلي کېدو د پاڼو صادرول، دغه ټول په پام کې دي."

په ورته کې د ترانسپورټ وزارت د پالېسۍ مرستیال سیدولي سلطان ټینګار کوي چې د دولت د اړوندو ارګانونو په مرسته به د تېر سیستم پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه دا هم وايي، له تېر سیستم څخه سمه ګټه اخیستنه کولای شي چې ګمرګي او ترانسپورټي ستونزې له‌منځه یوسي او د مالونو لېږد رالېږد ساده او د لېږد رالېږد بیې یې هم راټیټې کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG