د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

الکوزی: پاکستان حق نه‌لري نړۍ سره د افغانستان ترانزیټي اړیکې وشلوي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، پاکستان سربېره پر دې چې له ۱۱ ورځو راهیسې يې له افغانستان سره ټولې سوداګریزې راکړې ورکړې بندې کړي، بلکې د کراچۍ د بندر له لارې یې د افغانستان ټرانزیټي لارې د سیمې له نورو هېوادونو سره هم بندې کړې دي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي د سې شنبې په ورځ کابل کې د ګڼو افغان سوداګرو په یوې ناسته کې وویل، پاکستان له افغانستان سره ټول سیمه‌ییز او نړیوال سوداګریز اصول تر پښو لاندې کړي دي.

ښاغلي الکوزي وویل، پاکستان حق نه‎لري چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان ترانزیټي اړیکې وشلوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی

نوموړي زیاته کړه:

"موږ ته لویه ستونزه ترانزیټ دی، درې میاشتې مخکې له مالیزیا، سنګاپور، چین یا له امریکا او داسې نورو هېوادونو څخه یو کانټینر لوډ کېږي، دا درې میاشتې وخت نیسي خو اوس‎مهال زموږ دوه-درې سوه کانټینرونه په کراچۍ کې تخلیه کېږي، دا هم په کراچۍ کې ولاړ دي، له پاکستانه مو جدي غوښتنه ده چې زموږ د ترانزیټ مسئله حل کړي."

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له څه کم دوو اوونیو راهیسې د تورخم او سپین‎بولدک بندرونه د عامو خلکو، سوداګرو او ترانزیټ پر مخ تړلي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې د دغو بندرونو د بندېدو له امله هره ورځ د دواړو لورو سوداګرو ته شااوخوا، څلور میلیونه ډالره زیان اوړي چې په سلو کې کابو اتیا سلنه د پاکستان سوداګر زیانمنېږي.

دوی پر افغان حکومت هم غږ وکړ چې ژر تر ژره دې له پاکستان سره د سوداګریزو او په تېره د کراچۍ بندر له لارې له نورو هېوادونو سره د افغانستان ترانزیټي ستونزه حل کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، په ملي، سیمه‌ییزه او نړیواله سطحه‌یې هڅې پيل کړي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ روانه سوداګریزه او ترانزیټي ستونزه حل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

"موږ همدا اوس له ټولو کورنیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو لارو بحثونه کوو، څو د دواړو لورو خلکو، سوداګرو او متشبثینو ته زیان ونه‎رسېږي بحثونه مو جدي روان دي څو شته ستونزه حل شي."

دا لومړی ځل نه‎دی چې پاکستان، د تورخم او سپین‎بولدک بندرونه تړي، بلکې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې په کابو یوه نیم کال کې پاکستان پنځه ځلې دغه بندرونه تړلي چې د دواړو هېوادونو سوداګرو، عامو خلکو، ناروغانو او مسافرو ته‌یې ستونزې پېښې کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د سوداګرۍ پر نړیوال سازمان هم تأکيد وکړ چې د سوداګرۍ برخه کې د پاکستان غیر اصولي اقدامات وڅېړي او د حل لپاره‌یې تدابیر ونیسي.

افغان کارپوه میر سردار ځدران وايي، پاکستان ډېر ځله سیاسي موضوع‌ګانې له سوداګریزو اړیکو سره یوځای کړي او د دواړو لورو سوداګر يې زیانمن کړي دي.

ښاغلي ځدران ازادي راډیو سره په خبرو کې تأکید وکړ چې پاکستان دې سیاست له تجارت سره نه‌یوځای کوي ځکه چې دا کار د سوداګرۍ د منل شویو تړونونو او نورمونو خلاف عمل دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG