د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

سوداګرۍ وزارت د ۲۰۱۷ میلادي کال لپاره خپل لومړیتونه مشخص کړي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي؛ برېښنا، زیر بنايي یا بنسټیزکارونه، د کورنیو توليداتو پراختیا، د پانګه‎والو لپاره هڅونکي پروګرامونه او د پانګونې د قانون جوړول هغه موارد دي چې دغه وزارت به ورته د روان ۲۰۱۷ میلادي کال ترپایه رسېدنه وکړي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، هڅه کېږي چې په سیمه کې افغانستان د یو ټرانزیټي هېواد په توګه مطرح شي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي

ښاغلي قوقندي زیاته کړه:

"په ۲۰۱۷ کال کې غواړو چې افغانستان د یو ټرانزیټي هېواد په توګه مطرح کړو، د طرز العمل ۱۷ قوانین دي چې باید غور پرې وکړو او یا بدلونونه په کې راولو دغه شان د صنعت د برخې ښه والی او د کورنیو تولیداتو څخه ملاتړ چې موږ په ۲۰۱۶ میلیادي کال کې هم کړی او په ۲۰۱۷ میلادي کال کې هم دغه شان ملاتړ کوو."

ښاغلي قوقندي دا هم وویل چې دې هېواد کې په تېر میلادي کال کې یو عشاریه اووه میلیارده ډالره پانګونه شوې ده، د سږ کال په لومړیتوبونو کې د سوداګرۍ وزارت هیله لري چې دا شمېره لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې سې شنبې په ورځ د سوداګرۍ او صنایعو خونې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د کاروبار د وضعیت په اړه خپله ارزونه له رسنیو سره شریکه کړه.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلینو ویلي چې د ځمکو او برېښنا نشتوالی، د قوانینو پېچلتیا، اداري فساد، ناامني او داسې نور هغه لاملونه دي چې د خصوصي سکټور فعالیتونه‌ یې ستونزمن کړي.

د دوی په ارزونه کې ننګرهار او هرات هغه ولایتونه یاد شوي چې د نورو کلونو په پرتله په‎کې کاروبار پرمختګ کړی خو په بلخ او کندهار کې د کاروبار وضعیت نامناسب ښودل شوی وو.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګري او صنایعو خونه که څه هم د سوداګرۍ وزارت له‎خوا د یادو لومړیتونو په ګوته کول ستايي، خو وايي چې دوی باید په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د افغانستان د سوداګري او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګري او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی

د دغه خونې مرستیال خان جان الکوزي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"دا لومړيتوبونه چې د سوداګرۍ وزارت له خوا وړاندې شوي دي، د سوداګرۍ خونه په دې کې شریکه ده، موږ يې هرکلی کوو او موږ هیله لرو چې دا باید عملي شي، د کاغذ پر مخ ډېر پروګرامونه لیکل شوي مګر عملي شوي نه دي."

ښاغلي الکوزي وویل، افغان دولت باید د ټرانزیټ برخه کې د پانګه‎والو د ستونزو د هواري لپاره پراخه هلې ځلې وکړي.

نوموړی وايي، همدا اوس افغان سوداګر د سیمې له هېوادونو سره د ناسم ټرانزیټ له امله هر کال په اوسط ډ‌ول له پنځه تر شپږ سوه میلیونه ډالرو زیان کوي.

د دې ترڅنګ د اقتصادي چارو کارپو اذرخش حافظي وايي، د اقتصادي ودې لپاره یوې شفافي سټراټیژۍ ته اړتیا ده چې د ده په خبره افغان دولت يې نه‎لري.

دی وايي، دولت د کار د رامنځته کولو لپاره ځانګړی پلان نه‎لري او د پانګونې برخه کې لوړ مالیات د پانګه‎والو د تېښتې لامل ګرځي چې باید دولت دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

راپور : اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG