د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

د پاکستان لخوا د پولو تړل کېدو پر سوداګریزو چارو څومره اغېز کړی؟


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي، د دوی د ارزیابۍ له مخې د پاکستان سره د سوداګرۍ د بندرونو تړل کېدو تر افغانستان زیات اقتصادي زیان پاکستان ته اړولی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع د خونو مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل، دا مهال افغانستان د اړتیا وړ موادو د واردولو په برخه کې یوازې پر پاکستان تکیه نه دی او نورې لارې هم لري.

خو ښاغلي الکوزي پر دې سربېره یادونه وکړه چې د سوداګریزو لارو تړل تل زیانونه لري او د پاکستان له خوا د دې لارو تړل د کابل او اسلام اباد تر منځ د شته ترانزیټي تړون خلاف عمل دی.

له خان جان الکوزي سره اجمل اند مرکه کړې او په سر کې یې ترې د تورخم او سپین بولدک د بندرونو په شمول د پاکستان سره د سوداګریزو لارو د تړل کېدو د اقتصادي اغېزو په اړه پوښتلي، ښاغلی الکوزی وايي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:57 0:00

XS
SM
MD
LG