د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

د شفافیت څار بنسټ: ځیني وزیران او ۵۰ وکیلان د کانونو کېندنو کې لاس لري


د افغانستان د شفافیت څار بنسټ وايي، د کانونو او پطرولیم وزارت په خپل مدیریت کې پاتې راغلی دی.

د شفافیت څار بنسټ د کانونو او پطرولیم وزارت مدیریت ته په انتقاد سره وايي چې دغه وزارت دا وړتیا نه‌لري چې د کانونو د کېندنې بهیر او ورڅخه شوي عواید کنټرول کړي.

دغه بنسټ وايي، د کابینې ځیني غړي او د ولسي جرګې یو شمېر وکیلان د کانونو په غیر قانوني کېندنه کې لاس لري او په تړونونو کې له خپل نفوذ نه په ګټې اخیستنې لاسوهنه کوي.

سید اکرام افضلي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کانونو په غیر قانوني کېندنه کې شااوخوا پنځوس وکیلان او یو شمېر وزیران لاس لري.

سید اکرام افضلي.
سید اکرام افضلي.

نوموړي زیاته کړه:

"داسې وزیران شته چې د کانونو له سکټور نه په قانوني او غیر قانوني استفادې تورن دي، ځیني وزیران تورن دي چې سیمه‌ییزو زورواکو سره د کانونو په غیر قانوني کېندنه کې هغوی ته د مرستې زمینه برابره کړې ده، د ملي شورا ځیني غړي د قراردادونو په اخیستنه کې له خپل نفوذ څخه په کار اخیستنې تورن دي او حتی د کانونو په غیر قانوني کېندنه کې لاس هم لري چې شاید شمېر یې پنځوسو کسانو ته ورسېږي."

ښاغلي افضلي زیاته کړه چې د کانونو او پطرولیم وزارت "د استخراجي صنایعو د رونټیا نوښت" پنځم راپور ځکه ناقص دی چې د ده په وینا د کانونو کېندنې او له دې لارې لاس ته راغلي عواید په خپلو کې سره سمون نه‌لري.

بل‌خوا د افغانستان د کانونو د څار بنسټ وايي چې دغه راپور له خپرېدو وړاندې له دوی سره نه‌دی شریک شوی او په دې برخه کې د څارونکو بنسټونو نظرونه هم نه‌دي اخیستل شوي.

د افغانستان د ولسي جرګې د طبیعي سرچینو او چاپېریال ساتنې کمېسیون که څه هم د کانونو په غیر قانوني استخراج کې د وکیلانو د لاس لرلو په اړه څه نه‌وايي، خو دا وايي چې د کانونو د غیر قانوني کېندنې له درکه په سلګونه میلیونه ډالر د وسله‌والو مخالفینو جېبونو ته ورځي.

د دغه کمېسیون رئیس رمضان جمعه‌زاده په همدې خبري غونډه کې تمه وښوده چې د کانونو او پطرولیم وزارت راتلونکی مشرتابه د کانونو د غیر قانوني کېندنې په برخه کې شته ستونزو ته د هواري لار ولټوي.

ښاغلی جمعه‌زاده زیاتوي:

"کولای شو ووایو چې په کلني ډول د کانونو د غیر قانوني استخراج له لارې له درې سوه میلیونه ډالرو زیات عواید د وسله‌والو مخالفانو جېب ته لوېږي."

د یادونې ده چې پخوا تر دې د کانونو په غیر قانوني کېندنه کې د ولسي جرګې د لسکونه غړو د لاس لرلو په اړه ویل شوي خو هغه مهال د افغانستان ولسي جرګې په یاده برخه کې په دې شمېر سره د وکیلانو او په ټوله کې د ملي شورا د غړو لاس لرل نه‌و تائید کړي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو په ځانګړي ډول له بدخشان ولایت څخه ډېر ځله د وسله‌والو مخالفینو او زورواکو له‌خوا په غیر قانوني ډول د کانونو د کېندنې راپورونه خپاره شوي دي.

هڅه مو وکړه چې د کانونو په غیر قانوني کېندنه او تړونونو کې د وزیرانو او وکیلانو د لاس لرلو په اړه او دغه‌شان د وسله‌والو مخالفینو له لوري له کانونو څخه د ناوړې استفادې په اړه د حکومت په ځانګړې توګه د کانونو او پطرولیم وزارت نظر هم راواخلو، خو د پرله‌پسې ژمنو سره بیاهم څوک خبرو کولو ته چمتو نه‌شول.

خو له دې وړاندې جمهوري ریاست ویلي و، چا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له طبیعي سرچینو څخه ناوړه ګټه واخلي او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په وار وار ډاډ ورکړی و چې په غیر قانوني ډول به د کانونو د کېندنې مخه ونیسي.

د افغانستان د شفافیت څار بنسټ وايي، که حکومت د کانونو د کېندنې په برخه کې د زورواکو او ځینو حکومتي چارواکو مخه ونه‌نیسي، د افغانستان طبیعي سرچینې به د افغانستان د بدمرغۍ لامل شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG