د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

نیویارک ټایمز د افغانستان پر اقتصادي ودې مقالې خپرې کړي


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله نوې ګڼه کې د افغانستان د اقتصادي ودې مثبت او منفي اړخونو ته اشاره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي:

د غالیو صادرات د کال شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي او د دغه هېواد ټول قانوني صادرات ۶۰۰ میلیونه ډالره کېږي چې په مقابل کې واردات اته میلیارډه ډالر دي چې له دې سره یو لوی تجارتي کسر رامنځته شوی دی.

د ورځپاڼې په وینا په افغانستان کې ځینې ګران بیه کاڼي لکه د لاجورد، زمرد او یاقوت له شاوخوا درې زره کانونو څخه په غیر قانوني ډول استخراجیږي.

نیویارک ټایمز لیکي چې طالبان او نور غیر مسؤل وسله‎وال یوازې بدخشان کې د لاجوردو له درکه د کال شل میلیونه ډالر ترلاسه کوي.

ورځپاڼه بیا د افغانستان تر ټولو سترکان، د لوګر د عینکو د مسو کان یادوي او لیکي چې له څو کلونو راهیسې دلته د دې لپاره استخراج نه کېږي چې د طالبانو د بریدونو ویره ده خو په وروستیو کې طالبانو چېن ته شین څراغ ولګاوه او ویې ویل چې د دې پروژې ساتنه به وکړي. نیویارک ټایمز لیکي چې د طالبانو له لوري نه، د حکومت له لوري باید ډاډ ورکړل شي چې د عینکو د مسو پر کان کار پیل شي.

نیویارک ټایمز ليکي چې په وروستیو کلونو کې د کرنې برخه کې پانګونې او د لویو لارو جوړېدولو د زراعتي محصولاتو د صادراتو په زیاتېدو کې مرسته کړې ده. ورځپاڼه بیا وړاندې لیکي چې په ۲۰۱۵میلادي کال کې مالیات هم ۲۲ فیصده زیات شول.

د نیویارک ټایمز په وینا د کابل هوایي ډګر کې نویو مُډرڼو تسیهلاتو دې ته لاره هواره کړې ده چې صادرات اسانه شي، د سړو خونو جوړېدو هم د خوراکي موادو د صادراتو په زیاتېدو کې مرسته کړې ده او له ازبکستان او ترکمنستانه د ریل د کرښو له جوړېدو سره هم د صادراتو د زیاتیدو امکانات زیات شوي دي.

بل لور ته د لویدیځ یوې بلې خپرونې بیا د دولت جوړېدو ستونزو ته اشاره کړې ده.

فارن افیرز:

فارن افیرز خپرونه لیکي، د ۲۰۱۰ میلادي کال فبروري کې امریکا او ملاتړو یې د طالبانو د رژیم تر نسکورېدو وروسته تر ټولو ستر عملیات د هلمند د مارجې ولسوالۍ د نیولو لپاره ترسره کړل.

د خپرونې په وینا دا عملیات د دولت جوړونې لپاره یو تاکتیک بلل شوي ووچې هم امنیت تأمین شي، هم روغتیايي خدمات رامنځته شي، هم بنسټونه جوړ شي او یو د کار ولسوال وټاکل شي.

له دې عملیاتو سره طالبان وشړل شول خو بېرته ژر دا عملیات له ستونزو سره مخامخ شول.

د فارین افیرز په وینا، د سیمې خلکو پر استول شویو حاکمانو باور نه درلود، بې تجربې دولت خپلې ژمنې ترسره کولای نه شوای او نوی ولسوال چې له ۱۵ کلونو وروسته له جرمني هلمند ته تللی و په جرمني کې تورن و چې یو هلک یې په چاقو وهلی دی.

د فارین افیرز خپرونې په باور د اوس لپاره په هلمند کې د امریکا ډیرې ترلاسه کړې بریاوې له لاسه تللې او طالبانو پراخې سیمې لاندې کړې دي.

فارین افیرز بیا لیکي:

په ستونزمنو هېوادو کې د امریکا او د هغې د ملاتړیو د مداخلې هدف دا دی چې هلته ډیموکراسي ټینګه شي او مرکزي دولت په پښو ودرېږي خو له کومو لارو چارو چې استفاده کوي دې ته په کې پام نه کوي چې د مرکزي دولتونو ظرفیتونه په دې هېوادو کې کمزورې دي، ځکه له افغانستانه تر عراقه او سومالیا د دولت جوړونې لپاره مداخلې تر ډیره له ناکامۍ سره مخامخ شوې دي.

XS
SM
MD
LG