د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

د کانونو څار بنسټ: ځينې وزيران او وکیلان غیرقانوني کېندنې کوي


د افغانستان د کانونو د کېندنې برخه کې د پراخ فساد او د غیرقانوني کیندنې په برخه کې یې د کابیني د یو شمېر غړو لاس لرل هغه څه دي چې د افغانستان د کانونو څار بنسټ‌یې په اړه خبرداری ورکوي.

د دغه بنسټ مسؤل اسدالله زمری وايي، دوی په یوه تازه راپور کې موندلي چې د افغانستان د کانونو په غیر قانوني کېندنه کې د یو شمېر وزیرانو تر څنګ د ملي شورا او ولایتي شوراګانو یو شمېر وکیلان هم لاس لري.

ښاغلی زمری وايي:

"بدبختانه چې د کانونو ستونزه او د هغې ایستل د بحران پر لوري روان دی ان تر دې رهبرۍ په کچه وزیران، د پارلمان غړي او د ولایتي شوراګانو وکیلان هم په‌کې ښکېل دي او باید د هغوی قضيې وڅېړل شي."

د افغانستان د کانونو څار بنسټ چې له څو نورو څېړنېزو بنسټونو څخه جوړ شوی له یو کال راهیسې د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ چوکاټ کې فعالیت کوي او تر اوسه‌یې د افغانستان د کانونو په اړه درې راپورونه خپاره کړي دي.

له دې مخکې د څار نړیوال بنسټ "GLOBAL WITNESS" چې مرکز یې په لندن کې دی د کانونو د کېندنې له کبله د افغانستان عواید درې میلیارده ډالر ښودلي دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې د وسله‎والو طالبانو په ګډون ترورېستي ډلې د کانونو د غیر قانوني کېندنې څخه تر ۲۰ میلیونه ډالرو پورې عواید لري.

خو اوس د افغانستان د کانونو څار بنسټ د کانونو او پټرولیم وزارت کې د سرپرستۍ دوام او د کانونو د عوایدو په راټولولو کې د مالیې وزارت مدیریتي ضعف د افغانستان د کانونو پر وړاندې یوه بله ستونزه یادوي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم او همداراز مالیې وزارتونو ویاندویانو په دې اړه له ځواب ورکولو ډډه وکړه.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د افغانستان د کانونو ستونزې د حل لپاره درې ټکو ته اشاره کوي.

د فساد پر وړاندې د حکومت جدي اراده، په شفافه توګه د عوایدو راټولو او د کانونو او پټرولیم د وزیر په توګه د یو وړ کس ټاکل.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

دی وايي:

"د ولسمشر جدي ټینګار د عوایدو پر راټولولو دی، له فساد سره مبارزه هم د حکومت د کارونو په سر کې ځای لري او همداراز کار روان دی څو یو وړ کس د کانونو او پټرولیم وزارت ته معرفي شي."

د افغانستان د کانونو څار بنسټ ټینګار کوي چې د افغانستان د کانونو برخه کې پراخ فساد، د عوایدو په راټولولو کې بې‌پروايي او د کانونو د غیر قانوني استخراج د مخنیوي برخه کې د کانونو او پټرولیم او مالیې وزارتونو مدریتي ضعف د دې لامل شوی چې افغانستان "د استخراجي صنایعو د رونټیا نوښت" غړیتوب ترلاسه نه‌کړي.

دغه بنسټ ټینګار کوي که د دغې ستونزې مخه ونه‌نیول شي افغانستان به له ستر ناورین سره مخ شي.

راپور: عبادالله حنانزی

XS
SM
MD
LG