د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

څېړنه: ننګرهار نه هره ورځ ۵۰۰ لارۍ سپینه ډبره پاکستان ته قاچاق کېږي


د افغانستان د اداري فساد پر ضد مبارزې شبکه ادعا کوي، نوې څېړنه‌یې ښیي چې هره ورځ له ننګرهار ولایت نه شااوخوا پنځه سوه لارۍ سپينه ډبره استخراج او بهرته قاچاق کېږي.

یاده شبکه وايي، په ۲۰۱۶ میلادی کال کې شااوخوا اووه نیم لکه ټنه سپینه ډبره د ننګرهار له خوګیاڼیو ولسوالۍ نه قاچاق شوې او وسله‌والو مخالفینو ورڅخه شپږ څلوېښت میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

د دغې شبکې رئیس خان زمان امرخېل د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل دا قیمتي ډبره له هغو ۲۵ لارو چې افغان حکومت پرې کنټرول لري، پاکستان ته قاچاق او له هغه ځایه اروپا ته د پاکستان په نوم صادرېږي.

امرخېل:دغه قاچاق کې د طالبانو او داعش په ګډون ځینې مافیايي کړۍ لاس لري.
امرخېل:دغه قاچاق کې د طالبانو او داعش په ګډون ځینې مافیايي کړۍ لاس لري.

نوموړي زیاته کړه:

"له عمومي لارو هلته چې دولت حاکم دی هره ورځ له سپینې ډبرې بار شااوخوا پنخه سوه لارۍ تېرېږي دا لارۍ پاکستان ته قاچاق کېږي چې په هره لارۍ کې نېږدې ۴۵ ټنه سپینه ډبره بار وي او بیا ځینو اروپايي هېوادونو ته ځي."

ښاغلي امرخېل وویل چې په دغه قاچاق کې د طالبانو او داعش په ګډون ځینې مافیايي کړۍ شاملې دي، خو ده په دې اړه ډېر جزئیات ورنه‌کړل.

بېدار: غیر مسؤله وسله‌وال بدخشان کې د لاجوردو قاچاق کوي

د افغانستان د اداري فساد پر ضد د مبارزې شبکې غړی ذبیح‌الله وردګ بیا مدعي دی چې په بدخشان کې ۲۰۰۰ داسې سیمې شته چې په غیر قانوني او غیر فني توګه ورنه قیمتي ډبرې ایستل کېږي او تېر کال د ده په خبره له دې ولایت نه چین ته د ۳۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت قیمتي ډبرې قاچاق شوې دي.

ښاغلي وردګ په همدې خبري غونډه کې وویل په کابل کې ۷۵۰، په پنجشیر کې ۱۰۰، په سمنګان کې ۱۰۰، په لغمان کې ۵۰ او په خوست، لوګر او وردګو کې ۱۰۰ داسې سیمې شته چې دا مهال ورنه قیمتي ډبرې په غیر قانوني توګه استخراج او قاچاق کېږي.

څه موده وړاندې په افغانستان کې د امریکا د مرستو څارونکې اداره یا سیګار په خپل یوه تازه راپور کې هم ویلي وو چې د افغانستان له معدني منابعو څخه د مدیریت د نشتوالي له وجې د کانونو ډېرې پیسې د وسله‌والو طالبانو جېبونو ته ځي.

سیګار په افغانستان کې په غیر قانوني ډول د کانونو د استخراج په اړه اندېښمن دی

یادې شبکې له حکومته وغوښتل چې د طبیعي زېرمو د غیر قانوني ایستلو او قاچاق مخنیوی وکړي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کانونو او کورنیو چارو وزارتونو نظر هم راواخلو، خو بریالي نه‌شوو.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی که څه هم دغه څېړنه سمه نه‌بولي، خو ټینګار کوي چې د کانونو د غیر قانوني استخراج او قاچاق د مخنیوي لپاره به دوی هلې ځلې زیاتې کړي.

خوګیاڼی: د کانونو د استخراج او بهرته له قاچاق څخه به مخنیوی کېږي.
خوګیاڼی: د کانونو د استخراج او بهرته له قاچاق څخه به مخنیوی کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"ښايي ځینې ستونزې موجودې وي، ولې په دومره لوړه کچه به هم نه‌وي، حکومت په ننګرهار کې عملیاتي پلانونه لري په هغو سیمو کې چې ستونزې موجودې دي هغه به له‌منځه یوسي د کانونو د استخراج او بهر ته له قاچاق څخه به مخنیوی کېږي، په یو شمېر لویو لارو د قاچاق مخنیوی شوی او د فرعي لارو د قاچاق د مخنیوي لپاره کار روان دی."

د چارو کارپوهان وايي چې د کانونو غیر قانوني استخراج تر ډېره د غیر قانوني وسله‌والو ډلو او مافیايي کړیو له‌خوا کېږي او دا کار د دې لامل شوی چې د هېواد د ډېرو سیمو امنیت له ستونزو سره مخ شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې مطیع‌الله خروټی له حکومته غواړي چې د دا ډول خپل سریو مخه دې ونیسي، کنه د ښاغلي خروټي په وینا د افغانستان طبیعي زېرمې به د څو مافیايي کړیو په لاس چور او تالا شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG