د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

مودي او ټرمپ د افغانستان پر حالاتو او نورو موضوعاتو خبرې وکړې


د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د هند له صدراعظم سره د نورو مسايلو تر څنګ د افغانستان پر وضعيت خبرې کړې دي.

دواړو مشرانو پرون سې شنبه په خپلو کې ټیليفوني خبرې وکړې.

د امريکا ولسمشر په دې مکالمه کې د هند صدراعظم نرېندرا مودي ته بلنه ورکړه چې د روان ميلادي کال په وروستيو کې امريکا ته ورشي.

ټرمپ مودي ته بلنه ورکړې ده.
ټرمپ مودي ته بلنه ورکړې ده.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، دواړو مشرانو پر اقتصادي او پوځي همکاريو او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

د سپينې ماڼۍ په حواله، دواړه مشران په جنوبي او مرکزي اسيا کې پر امنتيي وضعيت، دغه‌راز د افغانستان پر حالاتو غږېدلي دي.

په افغانستان کې دېره زرګونه امريکايي پوځيان له افغان قواوو سره اوږه په اوږه د وسله‌والو طالبانو پر ضد پوځي مبارزه پر مخ بيايي.

په وروستيو کې په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو تر څنګ د نورو ډلو لکه داعش پوځي فعاليت او تحرکاتو د سيمې د هېوادونو اندېښنې پارولې دي.

په افغانستان کې چارواکو تور لګولی چې په ننګرهار ولايت کې د داعش ډېرى غړي له ډيورند کرښې دغه ولايت ته اوړي او اکثريت‌يې پاکستانيان دي، خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

هند او پاکستان له اوږدې مودې راهيسې په خپلو کې کړکېچ لري.

د سپينې ماڼۍ په وېب‌سايټ کې د خپاره شوي بيان پر اساس، د امريکا او هند رهبرانو د ترورېزم په وړاندې د ګډې مبارزې ژمنه هم کړې ده.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي په خپل ټويټر کې ليکلي چې له ټرمپ سره‌يې خبرې په دوستانه فضا کې وشوې او په راتلونکو ورځو کې به د خپلو غښتلتياو لپاره له نېږدې همکاري کوي.

ښاغلي مودي بيا ټرمپ ته بلنه ورکړه چې هند ته سفر وکړي.

دا اول وار دى چې ټرمپ د لوړې تر مراسمو وروسته د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره خبرې کوي.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ډسمبر مياشتې په لومړيو کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم ټیليفوني خبرې کړې وې.

ولسمشر غني او ټرمپ پر دوه اړخیزو اړیکو ټیلیفوني خبرې کړي

جمهوري رياست ويلي وو چې دواړو مشرانو ويلي چې د افغانستان او امريکا اړيکې به د ګډو ستراتيژيکو ګټو پر اساس ولاړې وې او تمه کېږي چې د ټرمپ د واکمنۍ په وخت کې به دغه اړيکې پراخې شي.

XS
SM
MD
LG