د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

ویسا: امریکا به د افغانستان په اړه مشخص سیاست ولري


کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د نورو مطالبو تر څنګ د افغانستان د قضایاوو په تړاو د امریکا د نوي حکومت د چلند په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې د سر په مطلب کې لیکلي، امریکا به د افغانستان په اړه مشخص سیاست ولري.

ویسا وړاندې په مطلب کې لیکلي:

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس ادرویس وايي، د امریکا نوی دولت به د افغانستان په اړه مشخص سیاست تعقیب کړي.

ویسا لیکي، نوموړي ویلي چې د امریکا ولسي جرګه به د افغانستان پر حالت ډېر تمرکز ولري څو په دې هېواد کې د خلکو حالت ښه شي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې په دې اړه لیکلي:

تمه ده چې د امریکا نوی حکومت د ترهګرو د ملاتړ کوونکو په وړاندې غوڅ دریځ خپل کړي.

انیس لیکي د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین له پیله د امریکا د ولسمشر په توګه تر خپلې لومړنۍ وینا پورې د افغانستان په اړه څه نه‎دي ویلي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا دا کار د دې لامل ګرځېدلی چې رسنۍ او شنونکي په دې اړه ضد او نقیصې څرګندونې وکړي.

خو په سرمقاله راغلي چې ټرمپ د خپلې لوړې د مراسمو تر پرځای کولو وروسته تینګار کړی چې د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې په هدف به د پخوانيو ائتلافونو د يیاوړي کولو تر څنګ نوي ائتلافونه هم رامنځته کړي.

په سرمقاله کې راغلي چې ټرمپ ویلي د داعش او نورو ترهګرو ډلو ماتول او د دوی پر وړاندې د ګډو عملیاتو تر سره کول بې یې مهم کاري لومړیتوبونه وي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې لیکلي، د امریکا له نوي حکومته د افغانستان د حکومت غوښتنه له افغان ځواکونو څخه د دوامداره ملاتړ تر څنګ دا ده چې د ترهګرو په ملاتړو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان فشار راوړي چې د دغو ډلو له ملاتړ لاس واخلي.

په مطلب کې راغلي چې دغه غوښتنه د امریکا د نوي ولسمشر سره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټیلیفوني خبرو پر مهال هم شوې ده.

XS
SM
MD
LG