د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

هېواد: د امریکا نوی حکومت باید ترهګر او د هغوی ملاتړي وځپي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نورو موضوعاتو تر څنګ د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ د کار د پیل او څرګندونو په اړه یو شمېر مطلب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، ډېره عجیبه ده چې د نړۍ برعکس په افغانستان کې چارواکي او یو شمېر د نظر خاوندان د ټرمپ راتګ ته هېڅ په هېڅه خوښ دي.

په سرمقاله کې راغلي، له بده مرغه له چارواکو تر رسنیو پورې زموږ غبرګون په دغسې مسایلو کې ډېر عاطفي، سطحي او ان د شخصي هیلو تر احساس لاندې وي.

په سرمقاله کې راغلي، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په افغانستان کې د خپلو پوځیانو سره د ټرمپ پر خبرو خوشحاله دی.

سرمقاله لیکونکی پوښتنه مطرح کوي چې په دې کې د خوشحالۍ خبره څه ده؟

سرمقاله کې راغلي، موږ ولې دې ته ته خوښ شو چې ټرمپ خپلو پوځيانو ته ویلي زه درسره یم، د سرمقاله لیکونکي په باور ټرمپ او تر ده وړاندې اوباما دواړه افغانستان ته د یوې پوځي اډې په سترګه ګوري او که په سیمه کې امریکا جګړه اوس نوره هم تندوي افغانستان به یې د قوماندې او اکمالاتو د مرکز په توګه د پوځي وسیلو او وسایلو د کارولو ځای وي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي دي، د امریکا نوی حکومت باید ترهګر او د هغوی ملاتړي وځپي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، دا چې تروریزم د افغانستان، سیمې او نړۍ په وړاندې لوی خنډ دی او د امریکا د متحدو ایالتونو نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د لوړې په مراسمو کې یو ځل بیا د دې ناوړه پدېدې په وړاندې د خپلې مبارزې خبرې وکړې، نو پکار ده چې پر ضد یې سمه او اغېزمنه مبارزه وشي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي چې د دې پدیدې ملاتړې کړۍ د فعالیت سیمې او تر شایې ولاړ کسان معلوم دي، یوازې داسې حرکت پکار دی چې دا خطر له مخې لرې کړي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اتلسو میاشتو راپه دیخوا یعنې د خپلو انتخاباتي مبارزو له پیله تر اوسه د افغانستان په اړه ډېرې کمې خبرې کړي او هغه څه چې کړې یې دي هغه هم د افغانستان په وړاندې د امریکا د تېرو حکومتونو پر کړنو انتقاد و.

په سرمقاله کې راغلي چې ټرمپ په افغانستان کې د امریکا د ملیونونو مالیه ورکونکو د پیسو د بېځایه لګښت په اړه ویلي دي او ټینګار یې کړی، په کوم هېواد کې چې وګړي یې جګړې ته لمن وهي اړتیا نشته چې هلته د امریکا مرستې ولګول شي.

خو سر مقاله لیکونکی لیکي، وضیعت ته په پام سره په کار ده چې د امریکا نوی حکومت د افغان دولت د مخالفینو پر ملاتړو فشار راوړي چې هغوی د خبرو میز ته کېنوي که نه نو ټرمپ به هم د امریکا د پخوانیو حکومتونو په ناکام سیاست پسې تللی وي.

XS
SM
MD
LG