د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

ارګ: ټرمپ د هغه ګواښ پر جدیت خبر دی چې ترورېزم نړۍ ته متوجه کړی


د افغانستان حکومت وايي، د امریکا نوی ولسمشر پوهېږي چې ترورېزم یو جدي ګواښ دی او پر ضد یې مبارزې ته تعهد لري.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغه ګواښ پر جدیت خبر دی چې ترورېزم ټولې نړۍ ته متوجه کړی دی.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال

دوا خان مینه‎پال زیاته کړه:

"ترورېزم یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکه د ټولې سیمې او نړۍ لپاره خطر دی. د افغانستان او د متحده ایالاتو نوې اداره په‎ دې اړه یوه خوله ده چې د ترورېزم پر ضد باید د ټولې سیمې او نړۍ په کچه مبارزه وشي څو دا خطر د سیمې او نړۍ په سطحه دفع شي."

ښاغلي مینه‎پال دا څرګندونې په بګرام کې مېشتو امریکايي عسکرو ته د امریکا د نوي ولسمشر د وینا په اړه په غبرګون کې وکړې.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ د خدمت لوړه وکړه.

هغه په بګرام کې امریکايي عسکرو ته په وېډیويي پیغام کې د هغوی ملاتړ وکړ.

خو د افغانستان د جګړې په اړه چې د امریکا تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه ده د امریکا د نوي حکومت دریځ لا هم نه‎دی واضح شوی.

خو دوا خان مینه‎پال وویل، د امریکا نوی ولسمشر پوهېږې چې ترورېزم یوازې د افغانستان نه بلکه ټولې نړۍ ته خطر دی او دوی يې باید پر ضد مبارزې ته بشپړه تیاري ولري.

وسله‎والو طالبانو په خبرپاڼه کې چې ځینې برخې یې پرون یکشنبه د جرمني خبري اژانس خپرې کړې، له ولسمشر ټرمپه غوښتنه کړې چې د مخکنیو ولسمشرانو بارک اوباما او جورج ډبلیو بوش کړن‎لارې دې نه‌تعقیبوي.

هغوی پر ډونالد ټرمپ غږ کړی چې د افغانستان په اړه د امریکا پر بهرنۍ کړن‎لاره دې له سره غور وکړي.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال د وسله‎والو طالبانو له لوري ډونالد ټرمپ ته د استول شوي پېغام په اړه وویل:

"افغانستان، امریکا او د ناټو نور غړي هېوادونه پر دې پوهېږي چې څرنګه د ترورېزم له‎ دې باالقوه خطر سره مقابله وکړي او ترورېزم لا هم په سیمه کې د جدي خطر په توګه تلقي کېږي."

د امریکا متحده ایالات اوس‎مهال په افغانستان کې تقریباً ۹۸۰۰ عسکر لري چې د ناټو له قواوو سره یوځای د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې او هغوی ته د مشورې ورکولو پر پروګرامونو کار کوي.

د امریکا متحد ایالات اوس‎مهال په افغانستان کې تقریباً ۹۸۰۰ عسکر لري
د امریکا متحد ایالات اوس‎مهال په افغانستان کې تقریباً ۹۸۰۰ عسکر لري

امریکايي ځواکونه د ترورېزم ضد عملیات هم کوي چې پر اساس به‌یې لږ تر لږه ۳۰۰ امریکايي سمندري عسکر په پسرلي کې هلمند ته واستول شي.

د امریکا نوي ولسمشر په خپلو ویناوو کې د اسلامي دولت په نوم وسله‎والې ډلې یا داعش پر ضد مبارزې زیات تأکيد کړی خو په افغانستان کې د ترورېزم پر ضد د امریکا د جنګ په اړه‌یې ډېرې خبرې نه‎دي کړي.

XS
SM
MD
LG