د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

ایرنا: قاچاق او نه پاملرنې د افغانستان لرغوني اثار زیانمن کړي


د یونسکو مشره ایرنا بوکوا
د یونسکو مشره ایرنا بوکوا

یونسکو یا د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي اداره د افغانستان د تاریخي اثارو په لوټ او قاچاق اندېښنه څرګندوي.

د دې ادارې مشرې مېرمن ایرنا بوکوا وايي چې په نړیواله کچه د تاریخي اثارو قاچاق حتا د تروریزم له تمویل سره اړیکه پیدا کوي ځکه ملګرو ملتونو یې مخنیوي ته پاملرنه ډېره کړي ده.

د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي اداره یا یونسکو وايي، سره له دې چې افغانستان د لرغونو اثارو غني هېواد دی خو قاچاق او دقیقې نه پاملرنې دا برخه اغېزمنه کړي ده.

د یونسکو مشره ایرنا بوکوا چې د دویم ځل لپاره کابل ته راغلي د افغانستان د لرغونو اثارو د ساتنې لپاره پر پولو د کنټرول ډېرول، عامه پوهای او د هېواد د ننه ظرفیت جوړونه مهمه بولي.

مېرمن بوکوا وايي، یونسکو د افغانستان د تاریخي اثارو قاچاقو څخه د مخنیوي په خاطر نوي وړاندیزونه کړي چې په اساس یې د نړۍ په هر ځای کې دا اثار نیول کېدای شي.

د یونسکو مشره ایرنا بوکوا
د یونسکو مشره ایرنا بوکوا

نوموړې زیاته کړه:

"د موزیمونو عالي شورا د یونسکو په مرسته د لرغونو اثارو د قاچاق، وارداتو او صادراتو لپاره یو سور لست تیار کړی چې کومو شیانو ته د صادرولو او واردلو اجازه ورنه کړل شي، په دې کې فرهنګي، هنري او لرغوني ټول مسایل شامل دي دا له پولیسو سره ډېره مرسته کولای شي او افغانستان یې هم یوه برخه ده."

د یونسکو چارواکی وايي چې له دې هڅو سره یوازې په تېرو پنځو کلونو کې د لندن په هیترو هوايي ډګر کې ۳.۵ ټنه مواد نیول شوي او افغانستان ته راګرځول شوي دي.

په فرهنګي او علمي برخو کې د ملګرو ملتونو د ادارې مشرې د جمعې په ورځ د افغان ولسمشر سره یو ځای د افغانستان د لروغونو اثارو ساتنې په خاطر یو وجهي صندوق هم پرانست.

دغې ادارې په تېرو څو کلونو کې د بامیانو ولایت د خپلو نوښتونو مرکز نومولی او د غور منار جام تر څنګ یې په بامیانو کې د بودا مجسمه د نړیوالو لرغونو اثارو په لست کې شامل کړي دي.

بامیانو کې د بودا مجسمه د نړیوالو لرغونو اثارو په لست کې شامل کړي دي
بامیانو کې د بودا مجسمه د نړیوالو لرغونو اثارو په لست کې شامل کړي دي

افغان حکومت هم د لرغونو اثارو قاچاق ته اندیښمن دی او وايي هر کال سلګونه میلیونه ډالر پانګه یې له دې لارې ورکېږي.

جمهور رئیس غني وايي، دې برخې ته پاملرنه کولای شي د افغانستان لپاره ښه سیلانیان برابر او د عایداتو سرچینې یې زیاتې کړي.

افغان حکومت هم د لرغونو اثارو قاچاق ته اندیښمن دی
افغان حکومت هم د لرغونو اثارو قاچاق ته اندیښمن دی

ښاغلي غني زیاته کړه:

"نن فرهنګ او اقتصاد له یو بل سره تړلي دي او موږ تر ټولو ډېر زیات زیان د تاریخي اثارو له قاچاق څخه لیدلی دی، موږ هر کال سلګونه میلیونه ډالر له لاسه ورکوو او دا کار چې مو له یونسکو سره پیل کړی دی نه یوازې د دې لپاره دی چې فرهنګ مو وساتل شي بلکې فرهنګ د کار وړ دی."

بل خوا بیا لرغون پيژندونکي د یونسکو د نویو هڅو ستاینې تر څنګ وايي چې په دې برخه کې ښه مدیریت د نړیوالو لېوالتیا ته په کتو ډېرې اندېښنې رفع کولای شي.

د نعمت الله په نوم له لرغون پېژندنې پوهنځي څخه فارغ ځوان ازادي راډيو ته وویل چې د لرغونو اثارو ساتنه د خلکو معیشت ښه کوي، د خلکو تر منځ د ملکیت حس پیاوړي کوي او په افغانستان کې نړیوال راټولولای شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG