د غزني مهم تاریخي اثار تخریب شول. نن په هغه برید کې چې د غزني پر ښار وشو، تر دوه سوه ډیر کسان ټپیان شول، دولس ووژل شول او نولس حمله کوونکي له منځه ولاړل.
په دې برید کې د غزنی د له منځه تللیو لرغونو اثارو په اړه احمد شیبر د غزنی له والي موسی خان اکبر زاده سره مرکه کړې ده او په پیل کې یې موزیمونو ته د اوښتي زیان پوښتنه ترې کړې ده، اکبر زاده په ځواب کې وویل: