د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

په بلخ کې د تاریخي اثارو لپاره د موزیم نشتوالی


د بلخ مدني فعالان او د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان په دې ولایت د لرغونو اثارو د ساتلو په مقصد د یوه مجهز موزیم نشتون په اړه اندېښمن دي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر صالح محمد خلیق وايي چې د لرغونو آثارو د ساتلو په مقصد یې په کراتو له مرکزي دولت څخه په بلخ کې د یوه مجهز موزیم د جوړولو غوښتنه کړې ده، چې تر دمه په دې برخه کې د دوی غوښتونو ته مثبت ځواب نه دی ویلی شوی.

د بلخ مدني فعالان په دې ولایت کې د لرغونو آثار د ساتلو لپاره د موزیم نشتون ته په اندېښنه کې دي.

د بلخ مدني ټولنې ګن شمېر غړو او د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولانو په یوه نوي اقدام کې له ملي یووالي حکومت څخه وغوښتل تر څو بلخ ولایت کې د تاریخي آثار د ساتلو په مقصد یو موزیم جوړ کړي.

دوی د شنبې په ورځ په همدې منظور د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست په محوطه کې راټول او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې د لرغونو آثارو د ښې ساتنې په مقصد د تاریخي آثار د حفظ یو موزیم په دې ولایت کې جوړ کړي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر صالح محمد خلیق وايي چې په دې ولایت کې د لرغونو آثارو د پېژندنې هېڅ داسې موزیم نه دی موجود او دوی په همدې هدف له ۱۳۸۴ کال راپه دې خوا په کراتو له مرکزي دولت څخه د یوه مجهز موزیم د جوړلو غوښتنه کړې چې تر دمه ورته د هو ځواب نه دی ویلی شوی.

هغه په بلخ کې د لرغونو اثار د پېژندې د موزیم د نشتون په اړه وویل:

"باید د لرغونو آثارو د ساتنې په موخه یو موزیم جوړ شي، ترڅو له تاریخي ځایونو او ابدو څخه تر لاسه شوي آثار په کې په محفوظ ډولت وساتل شي، موږ تاکیداً له مرکزي دولت څخه دا غوښتنه ترسره کړې خو مثبت ځواب نه دی راکړل شوی."

خلیق وايي چې دوی د فرانسوی لرغون پوهانو په مرسته بلخ ته د یوه موزیم د جوړلو نقشه بشپړه کړې ده، خو د کافي مالي بودیجې د نشتون په علت ونه توانېدل چې دا موزیم جوړ کړي.

هغه وايي، علاوه پردې چې موزیم نه لرو، د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم ودانۍ ته ضرورت لري او دا ستونزې تر دمه نا حل شوې پاتې دي.

د بلخ د مدني ټولنې یو شمېر غړي په دې باور دي چې دې ولایت کې د یوه ملي موزیم شتون کولی شي، ترڅو د افغانانو لرغونی فرهنګ بهرنیانو ته لا زیات ور وپېژني او په اند یې چې د امنیت نه موجودیت سبب شوی چې دولت دلته داسې کوم موزیم جوړ نه کړي.

په بلخ کې د خط نو بنسټ مشر عبدالقادر مصباح په دې اند دی:

"له یوې خوا خو دولت مردان د کلتور ضد کسان دي او نه غواړي چې فرهنګ مو بیا احیا شي او له بل لروي بلوا که چېري طالبان هم تاریخي شتمنۍ او لرغوني آثار مو لمنځه وړي او او غلا کوي یې."

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر وايي چې لا هم په دې ولایت کې د تاریخي زېرمو کیندنه موجوده ده او په اکثرو مواردو کې تاریخي آثار له هېواد څخه بهر ته قاچاق کیږي.

خو د بلخ د مدني ټولنې غړي د فرهنګي آثارو قاچاق د حکومت ضد وسله والو یوه دسیسه بولي چې په هڅه کې دي ترڅو د افغانانو تاریخ بډاینې ته صدمه ورسوي.

کاترینا عمري په بلخ کې د مدني ټولنې غړې یې په اړه وايي:

"د باستاني توکو قاچاق د دښمن له هغه دسیسو څخه ده چې غواړي د افغانانو شتمن فرهنګ ته صدمه ورسوي او فرصت طلب کسانو ته نباید د دا ټول دسیسو د خلق اجازه ورکړل شي."

موجوده معلوماتو ته په استناد باید یاده کړم، چې د بلخ ولایت علاوه له سمنګان او سرپل ولایتونو څخه هم په لویه پیمانه د لروغونو آثار قاچاق ترسره کیږي او تاریخي سیمې په کې په غیر قانوني ډول کېندل کېږي چې په ځینو مواردو کې د افغان دولت وسله وال مخالفین هم له قاچاق کوونکو څخه په ملاتړ تورن دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG