د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

افغانستان کې د انتقالي عدالت پروسه باید تطبیق شي


د افغانستان د جګړو د قربانیانو د وارثینو بنسټ او د ملي پیوستون ګوند له حکومته و غوښتل چې پرته له له قید او شرط څخه انتقادلي عدالت عملي کړي.

د غو دوو بنسټونو د سې شنبې په ورځ په جلا غونډو کې چې د ثور د اوومې او اتمې د غندلو په هدف جوړي شوي وې، له حکومت څخه وغوښتل چې د بشري جنایتونو عاملان مجازات کړي.

یاد بنسټ او د ملي پیوستون ګوند هم د انتقالي عدالت د ژر تر ژر پلي کېدو غوښتنه وکړه.

د ملي پیوستون ګوند ویاندې سیلۍ غفار په دغه غونډه کې وویل چې انتقالي عدالت په هېواد کې ځکه نه تطبیقېږي چې لا هم د بشري جنایاتو ستر عاملین له پوره واک او قدرت څخه برخمن دي.

هغې زیاته کړه:

"انتقالي عدالت د دې لپاره نه تامینېږي چې اول ټول هغه جنایتکاران چې تورن دي او په تورلست کې یې نومونه شامل دي خپله په واک کې دي، هغوی هیڅکله هم ځانونه نه محاکمه کوي او انتقالي عدالت پر ځان نه پلی کوي."

د دغه ګوند غړو د هغو کسانو پر ضد شعارونه ورکول چې د ثور د اوومې او اتمې له کودتاګانو نه وروسته لا هم واکمن دي.

د جګړو قربانیانو د وارثینو د بنسټ غړو هم وویل چې د انتقالي عدالت بهیر هیر شوی او که دغې پروسې ته په کمه و کتل شي نو د سولې خبرې به هم بې ګټې وي.

د انتقالي عدالت د پلي کېدو پلان په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د لندن په کنفرانس کې مطرح شو او وروسته بیا افغان حکومت یې د پلي کېدو لپاره یو پلان برابر کړ.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د دغه پلان له اقداماتو څخه یو دا دی چې پخوانۍ پېښې مستندې شي.

د افغان جګړې د قربانیانو د وارثینو بنسټ هم په یوې غونډې کې له ولسمشر اشرف غني څخه د یوه داسي سیاست د غوره کولو غوښتنه وکړه چې د تېرو نږدې ۴۰ کلونو جنایتکاران د خپلو کړنو لپاره ځواب ورکونکي و اوسي.

د دغه بنسټ په پریکړه لیک کې چې د میر علم حمیدي په نوم د یو تن غړي له خوا یې و لوستل شو راغلي:

"افغان حکومت نه یوازې داچې د جګړې د قربانیانو او جګړو د اصلي عاملینو او جنایتکارانو د معلومولو لپاره هیڅ اقدام ونه کړ، بلکې د بخښنې او ملي روغې جوړې قانون یې تصویب کړ، د جنایتکارانو په اړه چمتو کړای شوی راپور یې هم خپور نه کړ."

په همدې حال کې د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د انتقالي عدالت د پلي کېدو د غوښتنې په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل چې حکومت په قاطعیت سره هڅه کوي چې دغه پروسه عملي شي:

"حکومت په پیاوړي ارادې سره هڅه کوي چې انتقالي عدالت ته د یوې پروسې په ډول د تطبیق زمینې برابرې کړي له دې ټولو مهمه داه چې په انتقالي عدالت کې د حقیقت پیدا کولو بحث دی."

د افغانستان د جګړود قربانیانو د وارثینو بنسټ او د ملي پیوستون ګوند وایي، دوی هیڅکله د هغو اویا زره افغانانو وینه نه بخښي چې د کورنیو جګړو پر مهال وژل شوي دي.

دوی له حکومته و غوښتل چې د عفوې او مصالحې قانون لغوه کړي، د شخړو په اړه جوړ شوی راپور خپور او له طالبانو او نورو ډلو سره د سولې په خبرو کې د قربانیانو د حقوقو ساتنه د اساسي شرط په توګه په نظر کې و لري.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG