د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

"حکومت د مجازاتو د معافیت کلتور د مخنیوي برخه کې جدي دی"


افغان ولسمشر له مجازاتو د مجرمینو د خوندي پاتې کېدو مخنیوي لپاره کار کوي او په دې برخه کې جدي دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي، افغان حکومت د بشري حقونو خوندیتوب ته ژمن دی او هرو مرو به هغو ته سزا ورکول شي چې ظلم یې کړی وي.

د بشري حقونو د نړیوال سازمان او د انتقالي عدالت د همغږۍ سازمان له هغې اندېښنې وروسته چې ګواګې په افغانستان کې لاهم پر بشري حقونو جدي تېری کېږي افغان حکومت په دې برخه کې د جدي اقداماتو خبره کوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وايي، ولسمشر په افغانستان کې د معافیت د سیسټم د لمنځه وړلو په برخه کې جدي کار کوي او د عدالت تامینول د حکومت له مهمو لومړیتونو څخه دي.

ښاغلي مینه پال د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې حکومت به د لوړو پوړو حکومتي چارواکو په ګډون ټولو هغو کسانو ته سزا ورکوي چې پر ولس یې ظلم کړی وي.

ولسمشر په افغانستان کې د معافیت د سیسټم د لمنځه وړلو په برخه کې جدي کار کوي
ولسمشر په افغانستان کې د معافیت د سیسټم د لمنځه وړلو په برخه کې جدي کار کوي

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت او په ځانګړې توګه ولسمشر د معافیت د کلتور لپاره کار کوي او په دې برخه کې جدي یو، ټول هغه د بشري حقونو سرغړونکي چې د افغانستان په سیسټم کې دي هغو ته به رسیدنه کېږي هغه که اوس وي او که وروسته وي.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان او د انتقالي عدلت د همږغۍ سازمان تر دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته یو ګډ لیک استولی چې په دغه لیک کې یې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندیښنې وړ بللی و.

دغو دواړو نړیوالو سازمانونو همدا راز په افغانستان کې د معافیت یا له مجازاتو د مجرمینو د خوندیتوب د فرهنګ موجودیت د بې ثباتۍ عمده دلیل ګڼلی و.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، په هېواد کې د عدالت تامنیول او د معافیت سیسټم لمنځه وړل د هر افغان غوښتنه ده خو په اوس کې د دغې چارې عملې کېدل ښايي ممکن نه وي.

د ولسي جرګې غړی نذیر احمدزی نا امني او په ځینو سیمو کې د زور واکانو موجودیت په هېواد کې د عدالت او د معافیت سیسټم د لمنځه وړلو پر وړاندې جدي ستونزې بولي.

په هېواد کې د عدالت تامنیول او د معافیت سیسټم لمنځه وړل د هر افغان غوښتنه ده
په هېواد کې د عدالت تامنیول او د معافیت سیسټم لمنځه وړل د هر افغان غوښتنه ده

هغه زیاته کړه:

"فعلاً بعضې سیمو کې واقعاً مشکل لرو چې هلته اوس هم زورواکي موجوده ده هغه څه چې د یوه ملت یا یوه انسان لپاره په کار دي هغه سهولتونه دوی ته نه دي مهیا شوي، خو ددې لوی لامل نا امني ده د افغانستان."

د بشري حقونو دغو نړیوالو سازمانو همدا راز ولسمشر غني ته په استول شوي لیک کې ویلي چې په افغانستان کې له ډېرې مودې راهیسې له مجازاتو د معافیت سیسټم چلېږي.

د دغه لیک په یوې برخې کې دا هم راغلي چې د طالبانو د رژیم سقوط او په افغانستان کې د نوي حکومت ټینګېدو داسې هیلې وټوکولې چې ښايي دغه فرهنګ ته د پای ټکی کېښودل شي چې لوی جنایتکاران له مجازاتو خوندي وي خو د وخت په تېرېدو لاهم دغه فرهنګ په افغانستان کې حاکم دی.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG