د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

سمر: د بشري حقونو ناقضین باید مجازات شي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې په هیواد کې د امنیت او د بشري حقونو د خوندي کیدو لپاره باید د بشري حقونو ناقضین مجازات شي.

د افغانستان د بشري خپلواک کمیسیون وايي چې اوس هم د معافیت فرهنګ په هیواد کې د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې یوه لویه ستونزه ده.

د دغه کمیسیون مشرې سیما سمر چې د سه شنبې په ورځ یې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې د ۶۶ کلیزې په لمانځغونډه کې په کابل کې خبرې کولې وویل چې له مجازاتو څخه د معافیت فرهنګ په هیواد کې د تاوتریخوالي دزیاتیدو او د بشري حقونو د نقض کیدو لامل شوی دی.

میرمن سمر د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې په هیواد کې د امنیت د ټینګښت او د څو کلونو لاسته راوړنو د ساتلو په خاطر جدي هڅې وکړي.

"د امنیت ټینګښت د حکومت وظیفه ده، په واقعي ډول د بشري حقونو ارزښتونو او انساني کرامت ته هغه مهال احترام کیږي چې بشري انساني امنیت موجود وي."

زه د یوه وګړي په توګه چې په افغانستان کې ژوند کوم؛ ډاډه ووسم چې زما زوی یا لور نن ښوونځي ته ځي او پرته له دې چې څوک یې وتښتوي؛ پرته له دې چې په کوم انتحار یا چاودنه کې زخمي یا ووژل شي بیرته کورته راځي."

میرمن ثمر همدارنګه له حکومت څخه وغوښتل؛ څو د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې موارد د افغانستان په قوانینوکې ځای او عملي یې کړي.

نوموړې زیاته کړه چې په افغانستان کې د بشري حقونو رعایت، ټولنیزو خدمتونو ته د خلکو لاسرسی او د تبعیض او اداري فساد سره مبارزه یوحتمي امر دی.

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارووزارت وايي په هیواد کې د بشري حقونو وضعیت مخ په ښه کیدو دی او دوی هڅه کوي څو د بشري حقونو ناقضین ونیسي او مجازات یې کړي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي آزادي راډیوته وویل په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره د هر اړخیزو هڅو اړتیا ده.

"ترهغه ځایه چې دنیولو په برخه د افغانستان د ملي پولیسو مسوولیت دی ډیر داسې موارد شته چې پولیسو مجرمین او مرتکبین نیولي دي.

اوسمهال افغان ملي پولیس حاضر او ژمن دي څو د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړي ، د بشري حقونو مواردو او د بشري حقونو مسایلوته پام دافغانستان د پولیسو د روزني اصلي برخه ده. "

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دبشري حقونو د کمیسیون په خبره په هیواد کې یوشمیرخلک اوس هم بشري حقونه ترپښو لاندې کوي چې قربانیان یې ترډیره ښځي او ماشومان دي.

افغان کار پوهان وايي له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره په لندن کنفرانس کې د نړیوالې ټولنې تازه ژمنوته په پام د دې اړتیا شته چې په هیواد کې د بشري حقونو د خونديتوب په برخه کې جدي هڅې وشي.

راپور: ویس صمیم

XS
SM
MD
LG