د بښنې نړیوال سازمان په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې اسلام اباد باید له نړیوالو بشري حقونو سره سم د کډوالو د ایستلو په پروګرام کې اصلاحات رامنځته کړي.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وویل چې له ایران سره مخامخ خبرې روانې دي او ټینګار یې وکړ چې باید د ایران اسلامي جمهوریت ته د اټومي وسلو د جوړیدو اجازه ورنه کړل شي.
نن د اپرېل اوومه د روغتیا نړیواله ورځ ده. د روغتیا نړیوال سازمان «ډبلیو اچ او» د دې ورځې په مناسبت پر ټولو حکومتونو او روغتیايي ټولنو غږ کړی چې د میندو او ماشومانو د مخنیوي وړ مړینې د پای ته رسولو په برخه کې دې هڅې زیاتې کړي.
د پاکستان په بېلابېلو زندانونو او د کډوالو په پنډغالو کې د افغان بندیانو کورنۍ وایي چې دوی له سختو او کړکېچنو حالاتو سره مخ دي. د دغو افغان کډوالو کورنۍ او خپلوانو ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې د پاکستان پولیسو یې ماشومان او ښځې بندیانې کړي او حتی اوبه او خواړه نه ورکوي.
ای اېس پي ار په خپل بیان کې هغه کسان "خوارج" بللي. پوځ دا اصطلاح اکثر تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول.
په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستانه کابو ۷زره افغان کډوال ایستل شوي دي. له دې سره داسې هم ویل کیږي چې ممکن د اپریل له ۱۱مې ور هاخوا پر کډوالو د پولیسو چاپې ډېرې شي.
روسي ځواکونو د اوکراین پر پلازمېنې کییف بالستیک توغندی کارولی او د خارکیف په ختیځ کې یې پر یو ښار بم غورځولی دی.
یو شمیر برتانیوي رسنیو له دې ډلې او تلګراف میل انلاین د راپورونو له مخې، نهه اویا کلن پیټر رینولډز، چې له خپلې میرمنې باربي سره یوځای زنداني شوی په یوې ټیلیفوني اړیکه کې ویلي چې د طالبانو د زندان فضا ډیره وحشتناکه ده.
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې استوګن د (اې سي سي) یا افغان تابعیت کارت لرونکی کډوال رحمت الله وايي د کور ټول وسایل یې پاتې دي او اجازه نه ورکول کېږي چې له ځان سره یې یوسي.
نور راوښيه