په افغانستان کې د ازادي راډیو خبریاله
په دې راپور کې راغلي چې پاکستان لا هم د ترهګرو لپاره خوندي پټنځایونه لري او دا د دې لامل کېږي چې پر نورو هېوادونو ترې ترهګر حملې او بریدونه وکړي.
وروسته له هغې چې د افغانستان د یو شمېر رسنیو مشرانو او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو د ټولیزو رسنیو د قانون د تعدیل په اړه اعتراضونه وکړل، د دغه هېواد حکومت وایي په دې اړه له خبریالانو او د رسنیو له مشرانو سره سلا مشورې کوي.
د دغه دفتر ویاند جاوېد فیصل رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي په تېره اوونۍ کې طالبانو تر بل هر وخت زیات تاوتریخوالی کړی دی.
د دوی یو شمېر ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له دوه یا درې میاشتو راپدېخوا یې تنخواګانې نهدي اخیستي او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند ګیله مند دی چې د سولې په پروسه کې یې ونډه ډاګیزه نه ده.
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وایي لا هم ورسره د حکومت له لوري دهغو طالب بندیانو په اړه چې خوشې شوي يا خوشې کېږي معلومات نه دي شریک شوي او په دې اړه اندېښمن دي.
په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان وایي تر دا مهالهیې افغانستان ته ۶،۵ میلیونه ډالرو په لګښت روغتیایي تجهیزات برابر کړي چې تر راتلونکو څو ورځو به د دې لګښت کچه تر ۷۰ میلیونه ورسوي.
خو د حکیم الکوزي په مشرۍ د کرونا پر وړاندې د مبارزې افغان بنسټ وایي چې د ولسي جرګې د شکایتونو کمېسیون د غوښتنې پر بنسټيې د راتلونکې یکشنبې تر ورځې پورې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهيل شاهین تازه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې زلمی خلیلزاد له ملا برادر او ورسره هیئت سرهیې د بندیانو د چټک خلاصون او بینالافغاني مذاکراتو په اړه غږېدلی دی.
که څه هم د افغانستان حکومت په ځلونو د داعش یا اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې د کمزورې کېدو او ان لهمنځه وړو خبره کړې، خو په وروستۍ یوه میاشت کې دې ډلې درې بریدونه کړي دی کړي.
په کابل ښار کې د یو شمېر خصوصي ښوونځیو ښوونکې د قرنطین په ورځو کې د امتیازاتو د نه لرلو له امله شکایتونه لري.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۱۶ زره زیات شو په دې هېواد کې اندېښنې مخ پر زیاتېدو شوې.
له دې سره ځينې سیاسي شنونکي باور لري که دا پروسه همداسې روانه وي ډېر ژر به بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره شي.
د دغه شورا د سولې او ملکيانو د خونديتوب د برخې رئیس انتظار خادم د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۰۶» ازادي راديو ته د دې مطلب د څرګندولو تر ترڅنګ وویل، په دې شمېر طالب بندیانو په خوشې کېدو سره به د سولې لپاره لار نوره هم لنډه شي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خلکو ته د اختر په ورځو کې د امنیت په اړه ډاډ ورکوي.
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د شوې سیاسي هوکړې له مخې، ټاکل شوې د دولت عالي شورا په نوم نوی نهاد جوړ شي چې مهمترینه دنده بهیې د هېواد د مهمو مسایلو اړوند مشورې ورکول وي.
خو طالبان بیا ټینګار کوي چې د دوی او امریکا ترمنځ د توافقنامې بشپړ پلي کېدل د افغانستان د مسئلې حل دی.
پخوانی پوځي جنرال طاهر یرغل وايي، هغه طالبان چې په پاکستان کې یې کورونه او پټنځایونه دي د سولې خلاف نظر لري.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست احمد ضیا سراج د دغې ګډې خبري ناستې پر مهال وویل چې د تېر په پرتله اوس له نړیوالو ترهګریزو ډلو سره د طالبانو اړیکې زیاتې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عباس ستانکزي د عزم په نوم یوې وېبپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې هند له تېرو ۴۰ کلونو راپه دېخوا په افغانستان کې منفي پالېسي پلې کړې.
نور راوښيه