د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

د عامې روغتیا وزارت: افغانستان کې د پولیو ۳ نوې پېښې ثبت شوي


ماشوم ته د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکول
ماشوم ته د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکول

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي په دغه هېواد کې د پولیو درې نوې پېښې ثبت شوې دي.

‎د دغه وزارت د کتلوي معافیت مشر دستګیر نظري وایي نږدې دوه کاله په لیرې پرتو سیمو کې چې د وسله‌والو تر ولکې لاندې دي د ګوزڼ ضد واکسین او کمپاینونه کور په کور نه‌دي تطبیق شوي.

‎ښاغلي نظري د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۸» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دوه پېښې په هلمند او یوه هم په کندهار کې ثبت شوې ده.

هغه زیاته کړه: "په ۲۰۲۰ کال کې د ۲۰۱۹ کال په پرتله د کرونا ویروس د خپرېدو او له هغه وړاندې په لیرې پرتو ولایتونو کې چې ناامنه دي د دولت مخالفینو د اجازې نه‌ورکول د پولیو د زیاتېدو عمده لاملونه دي، موږ د کرونا ویروس له خپرېدو وړاندې ۱۸ میاشتې د کور په کور د کوزڼ ضد واکسین او کمپاینونو د تطبیق اجازه نه‌درلوده، موږ ته یوازې په جوماتونو او کلینیکونو کې د واکسین کولو اجازه وه چې په دې ‌‌‌‌‌‌ډول د پولیو ضد پروګرام د ستراتېژۍ له مخې حد اکثر پوښښ ته نه‌شو رسېدلی."

‎ښاغلی نظري وایي په دې موده کې د نویو زېږېدلو نه تر پنځه کلنو ټیټ عمر لرونکو ماشومانو معافیت کم او د پولیو ویروس ورسېدلی دی.

ماشوم ته د پولیو واکسن ورکول
ماشوم ته د پولیو واکسن ورکول

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په خبره، په دې درې تازه ثبت شویو پېښو سره سږ میلادي کال په ټول افغانستان کې تر دې دمه ۲۶ پېښې ثبت شوي او ټول ۲۰۱۹ کال کې دا شمېر ۲۹ پېښو ته رسېده.

‎همدارنګه په خبره‌یې په ۲۰۱۸ کال کې بیا د پولیو ټولې مثبتې پېښې ۲۱ ثبت شوې وې.

‎خو طالبان بیا ادعا کوي چې د دوی د ولکې لاندې سیمو کې د پولیو پروګرام مسؤلینو د دوی ضد استخباراتي معلومات راټولول چې دوی اړ شول، کور په کور واکسین او کمپاین کول بند کړي.

‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل دا مهال د دوی د تسلط لاندې سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسین او کمپاینونو ته اجازه کېږي، خو په خبره‌یې باید د دوی او د روغتیا نړیوال سازمان د شوې هوکړې له مخې، هلته چې روغتیایي کارکوونکي ځي باید د سیمې مشران او با نفوذه خلک په جریان کې واوسي او شرایط مراعت کړي.

‎بل‌خوا په افغانستان کې د یونېسف نړیواله اداره چې د پولیو ضد پروګرامونو کې له روغتیا وزارت سره همکاره ده وایي د همدې میلادي میاشتې په ۲۰مه به په یو شمېر ختیځو ولایتونو کې دا کمپاینونو بېرته پیل شي.

ارشیف
ارشیف

د یونېسف ادارې د پولیو پروګرامونو د اړیکو مسؤل سید کمال شاه وايي: "د پرګرام مسؤلین هڅه کوي چې کمپاینونه بېرته پلي کړي، زموږ د پولیو برخې بېړنی عملیاتي مرکز اقدامات کوي، نو د جولای میاشتې په ۲۰مه نېټه به تر کرونا ویروس خپرېدو وروسته په لومړي ځل دا کمپاینونه په ننګرهار، لغمان او کونړ کې پیل شي."

‎د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر ۲۰۱۹ کال کې د دوی د پلان په اساس چې ۵،۹ میلیونه ماشومانو ته باید د پولیو واکسین تطبیق شوی وی، خو د ناامنۍ او کرونا ویروس له امله پنځه میلیونه ماشومان له واکسین پاتې شوي دي.

‎تر دې وړاندې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون چارواکو له ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړې وه چې د جګړو له افغان ماشومانو په ‌‌‌‌‌‌ډېرو برخو کې له پامه غورځول شوي چې ان روغتیایي خدماتو ته هم لاسرسي نه‌لري.

XS
SM
MD
LG