د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

ملي امنیت شورا: تېره اوونۍ په تېرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو خونړۍ اوونۍ وه


ارشیف
ارشیف

د افغانستان ملي امنیت شورا دفتر وایي تېره اوونۍ په تېرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو خونړۍ وه.

‎دغه دفتر رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویلي، په تېره اوونۍ کې طالبانو ۸۴۱ افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

‎د دغه دفتر ویاند جاوېد فیصل رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي په تېره اوونۍ کې طالبانو تر بل هر وخت زیات تاوتریخوالی کړی دی.

ښاغلی فیصل وايي: "تېره اوونۍ طالبانو په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانانو خلاف تر ټولو ‌‌‌‌‌‌ډېر وحشت کړی، تمه دا وه چې طالبان د سولې لپاره کار وکړي او د افغانانو پر وړاندې روان تاوتریخوالی راکم کړي، روان وضعیت په هېڅ صورت د منلو نه‌دی، د دې لپاره چې دایمي سوله وشي باید دا حالت بدل شي."

له دغه دفتر نه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېره اوونۍ کې طالبانو په ۲۳ ولایتونو کې ۴۲۲ ترهګریز فعالیتونه کړي چې په ترڅ کې یې ۲۹۱ افغان امنیتی ځواکونه وژلي او ۵۵۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د خبرپاڼې په حواله، په دې ترڅ کې ۱۴۸ ملکي وګړو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې.

‎طالبانو د ملي امنیت شورا د دفتر د دغه راپور په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

جاوېد فیصل
جاوېد فیصل

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سولې اړوند په کور دننه او بهر هیله‌مندۍ زیاتې شوي او افغان حکومت له طالبانو سره د بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره د باور د فضا رامنځته کېدو په هدف د تاوتریخوالي پر کمښت ټینګار کوي.

‎خو طالبان بیا د دغو مذاکراتو د پیل لپاره د خپلو بندیانو ازادول شرط ګڼي.

‎د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر که څه هم دا یو پیش‌شرط نه‌بولي، خو وایي چې وړاندې یې له طالبانو غوښتنه کړې چې ورسره ټول بندیان دې خلاص کړي.

‎د دغه دفتر ویاند جاوېد فیصل ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د دوی له لوري له درې زر اضافه نور طالبان هم له بنده خوشې شوي، خو په خبره‌یې د دواړو طرفونو د بندیانو دقیق شمېر باید نهایي شي.

‎طالبان هم مني چې د دوی له لوري د افغان حکومت اړخ ته ټول بندیان ازادوي.

‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په خبرو کې د دوشنبې په ورځ وویل چې له دوی سره اوس محدود شمېر بندیان پاتې دي او دا ټول به له بنده ازادوي.

‎ښاغلي مجاهد وویل په دې وروستیو کې افغان امنیتي ځواکونو د دوی زندانونه مات کړي چې زندانیان‌یې راخوشې کړي او همدارنګه په خبره‌یې په اخترونو، روژه او نورو مناسبتونو کې یې هم زیات بندیان ازاد کړي دي.

‎بله‌خوا د سولې عالي شورا پخوانی مرستیال عزیزالله دین محمد په دې باور دی چې دواړه لوري دې ژر تر ژره بین‌الافغاني مذاکرات پیل او پاتې مسایل دې په‌کې مطرح کړي.

‎هغه زیاته کړه: "مخکې د طالبانو له لوري ټینګار دا و چې باید پنځه زره بندیان‌یې ازاد شي او حکومت ورته درې زره ازاد کړل دا مهال‌یې د دوه زرو نورو بندیانو د ازادېدو خبره هم کړې، که څه هم تر اوسه لا وخت د مذاکرانو مشخصه شوی نه‌دی او ویل کېږي چې د مذاکراتو د پلاوي ځیني غړي په کرونا ویروس اخته دي، خو ښه دا ده چې هغوی چې روغ دي باید ژر تر ژره مذاکراتو ته لاړ شي."

ازاد شوي طالبان
ازاد شوي طالبان

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د بندیانو د تبادلې له اوسنۍ پیل شوې پروسې له بشپړېدو وروسته به بین‌الافغاني مذاکراتو ته ځي.

‎دا په داسې حال کې ده تر دا مهاله د طالبانو له لوري ټول ۶۲۰ بندیان او د افغان حکومت له لوري له درې زرو زیات طالب بندیان له بنده ازاد شوي دي.

‎تمه کېده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په دوحه کې د تېرې فبرورۍ میاشتې د ۲۹ نېټې د تفاهم‌نامې له مخې د بین‌الافغاني مذاکراتو له پیل وړاندې افغان حکومت د طالبان ‎ ۵،۰۰۰او طالبان د مقابل لوري ۱،۰۰۰ بندیان خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG