د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

له طالبانو او ځیني پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې اړوند د خلیل‌زاد خبرې


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د افغان سولې اړوند له طالبانو او ځیني پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.

‎په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهيل شاهین تازه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې زلمی خلیل‌زاد له ملا برادر او ورسره هیئت سره‌یې د بندیانو د چټک خلاصون او بین‌الافغاني مذاکراتو په اړه غږېدلی دی.

‎‎ښاغلي شاهین لیکلي، په دې ناسته کې چې په دوحه کې شوې، په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او د قطر د بهرنیو چارو وزارت استازو هم ګډون کړی و.

‎ بل‌خوا د پاکستان د پوځ له لوري په يوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمي خلیل‌زاد د دغه هېواد له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره هم د افغانستان د سولې، پخلاینې، سیمه‌ییز امنیت، د افغان کډوالو پر مسئلې، عمومي وضعیت او د پولو پر مدیریت خبرې کړې دي.

‎د دغه هېواد د پوځ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې لیکل شوي، دواړو لورو موافقه کړې چې د ګډو ګټو لپاره به ګډ ګامونه اخلي.

‎افغان حکومت هم وایي چې دوی د سولې اړوند مهم ګامونه اخیستي او مذکراتو ته چمتو دي.

‎د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال
‎د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

‎د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال وویل: "حکومت د سولې په برخه کې مهم او ګټور ګامونه واخیستل، د بندیانو په پروسه کې یې خپله اراده وښوده، د مذاکراتو لپاره بشپړ چمتووالی لري، مذاکراتي ټیم اماده او د مصالحې عالي شورا هم جوړه شوه."

د سولې عالي شورا ځیني غړي بيا په دې باور دي چې د بندیانو د خلاصون په پروسه کې باید چټکیا رامنځته شي.

‎د دغې شورا مرستيال عزيزالله دین محمد چې د مصالحې په عالي شورا کې هم غړیتوب لري ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "دواړه لوري دې د بندیانو د خلاصون پروسه چټکه کړي، طالبان دې یوازې په دا پنځه زره بندیانو ټینګار نه‌کوي، بلکې چې څومره زر کېږي دواړه خواوې دې بین‌الافغاني مذاکراتو ته لاړ شي تر څو وینه تویېدنه بنده او اوربند ته زمینه برابره شي."

د حکومت له‌خوا ازاد شوي طالب بندیان
د حکومت له‌خوا ازاد شوي طالب بندیان

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې تر اوسه د افغان حکومت له لوري له ۲ نیم زره زیات طالب او د طالبانو له لوري له نږدې ۵۰۰ زیات حکومتي بندیان له بنده خوشې شوي دي.

XS
SM
MD
LG