په افغانستان کې د ازادي راډیو خبریاله
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله وايي، ممکن د همدې اوونۍ په لومړیو څو ورځو د سیاسي بحران د حل په هدف له ارګ سره هوکړه لاسلیک شي.
د امریکا دفاع وزارت وایي چې د هغه هېواد ځواکونه به له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو نه د ملاتړ په هدف د طالبانو پر وړاندې خپلو هوایي بریدونو ته دوام ورکړي.
د افغانستان د وسلهوال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ سرمفتش حمید طهماسي چې د ولسمشر غني لهخوا د دې پېښې د حقیقت موندونکي پلاوي مشر ټاکل شوی وویل چې لومړني مذاکرات پیل شوي تر څو دغه مسئله په ګډه وڅېړي او دوی په لاس کې شته اسناد به ایراني ټیم ته وسپاري.
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وایي، د ۱۵۰۰طالب بندیانو تر ازادېدو وروسته باید طالبان له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې پیل کړي.
د 'افغاستان د حراست او ثبات شورا' ویاند مسعود ترشتوال ازادي راډيو ته د پنجشبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۱» وویل چې لا هم هڅې روانې دي چې د بېلابېلو لورو په منځګړیتوب د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ جوړجاړی وشي.
له دې ډلې محمد اسماعیل چې هغه مهال د افغانستان په لوېدیځ کې د جمعیت اسلامي ګوند مشر و، وايي د ثور میاشتې په اتمه نېټه د افغان مجاهدینو له لوري پخواني شوروي ځواکونه مات او د هېواد خپلواکي یې بېرته ترلاسه کړه.
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر طالبانو ته خبرداری ورکړ، که د سولې په برخه کې رامنځته شوی فرصت له لاسه ورکړي نو پړه به یې د دوی پر غاړه وي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د سولې خبرو اترو ته د درناوي له امله یې تر اوسه خپل پسرلني عملیات نه دي اعلان کړي.
د دغه کمېسیون د ښځو برخې کمېشنره شبنم صالحي وایي کېدای شي په دې موده کې تاوتریخوالی زیات شوی وي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، د هرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په ۱۰ او یا هم له ۱۰ زیاتو ولایتونو کې له طالبانو سره په جګړو بوخت دي او دواړه لورو ته تلفات اوړي.
ډاکتر یوسف اریوبي ۲ ورځې وړاندې په کرونا ویروس د اخته کېدو له امله ومړ.
د افغانستان د اقتصاد وزارت وایي کرونا ویروس به په دغه هېواد کې د بې وزلۍ کچه د دریو میاشتو په لړ کې له ۶۲ نه تر ۷۰ سلنې لوړه کړي.
افغان حکومت وروسته له هغې چې طالبانو له کابل نه د خپلو بندیانو پر سر د بحث درې کسیز تخنیکي ټيم وغوښت، له تېره ورځې راهیسې د طالب بندیانو د ازادېدو لړۍ پیل کړې.
د ډاکتر حنیفالله زوی عتیقالله ازادي راډیو ته وویل چې پلار یې د نورو ناروغانو د درملنې پر مهال په دغه ویروس اخته شوی او اوسیې د کورنۍ نور غړي هم اندېښمن دي چې په دغه ویروس نهوي ککړ شوي.
دوی ټینګار کوي، که افغان سیاستوال سیاسي اختلافات حل نهکړي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه او خلک بهیې ستونزې ګالي.
د دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت وایي د کابل، هرات او ننګرهار ولایتونو په لابراتوارونو کې تر دې مهاله د ۲۲۸۸ مشکوکو پېښو نمونې اخیستل شوي چې نږدې ۳۰۰یې مثبتې دي.
دغه شورا وایي د دواړو لورو د تېرې ورځې خبرې ګټورې وې او نن به هم د طالبانو له تخنیکي درې کسیز ټيم سره د بندیانو د تبادلې پر سر خبرې دوام ولري.
ازاډي راډیو داسې یو نوملړ ترلاسه کړی چې د ولسمشر غني په ګډون د مصالحې عالي شورا د ۶۳ غړو نومونه پهکې شامل دي.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د امربالمعروف وزیر مولوي قلم الدین دا هم وایي چې افغان حکومت باید په کابل کې مېشت پخوانیو طالب چارواکو نه د دوی او طالبانو تر منځ د منځګړیتوب لپاره ګټه واخلي.
له طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي یو شمېر ښځېنه غړې وایي، که څه هم بینالافغاني مذاکرات به ژر پایله ورنه کړي خو هڅه کېږي داسې تنظیم شي چې مثبته پایله ورکړي.
نور راوښيه