د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

صلاح الدین رباني: د سولې پروسه کې باید ټولو اړخونو ته ونډه ورکړل شي


د جمعیت اسلامي سرپرست صلاح الدین رباني د خبرو پرمهال
د جمعیت اسلامي سرپرست صلاح الدین رباني د خبرو پرمهال

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند وایي، د سولې په پروسه کې باید ټولو ته ونډه‌ ورکړل شي.

‎د دغه ګوند مشر صلاح الدین رباني په کابل کې په یوه ناسته کې وویل چې باید حکومت د سولې په پروسه کې د ټول افغان ولس په شاملولو سره د یوې ملي اجماع له مخې د افغانستان راتلونکی وټاکي.

‎د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند ګیله مند دی چې د سولې په پروسه کې یې ونډه ‌‌‌‌‌‌ډاګیزه نه ده.

‎د دغه ګوند مشر صلاح الدین رباني وایي، د سولې پروسې لپاره باید له ټولو اړخونو سره ملي خبرې وشي.

‎نوموړي د پنجشنبې په ورځ دافغانستان جمعیت اسلامي د مرکزي دفتر په پرانیست غون‌‌‌‌‌‌ډه کې په دې هم ټینګار وکړ چې تر دې دمه په ملي کچه د سولې لپاره اجماع رامنځته شوې نه ده.

هغه زیاته کړه: "د سولې اړوند هر ‌‌‌‌‌‌ډول هڅې او د ملي اجماع جوړېدل د کورنیو جګړو د لوبغاړو لپاره یوه اړتیا ده نو موږ په دې باور یو چې چې په ملي کچه دې له ټولو اغېزمنو اړخونو سره په دې خبرې وشي."

‎ښاغلي رباني وویل، که د سولې پروسه یوازې د څو محدودو کسانو او په داسې شان مخته لاړه شي چې د افغانستان د خلکو ونډه او نظرونه په کې مطرح نه شي دوامداره به نه وي او ثبات به هم ونه لري.

‎نوموړي پر نړیوالې ټولنې نیوکه وکړه چې د سولې اړوند یې د افغانستان لپاره طرحه یوازې ظاهري بڼه لري چې په خبره یې بې پایلې ده.

‎صلاح الدین رباني دا هم وویل چې د افغانستان د جمعیت اسلامي ځینې کلیدي غړي چې په حکومت کې هم ونډه لري یوازې د خپل سیاسي اقتدار لپاره کار کوي چې په خبره یې همدغو سیاسي معاملو د هېواد سیاسي وضعیت کړکېچن کړی دی.

‎صلاح الدین رباني دا خبرې داسې مهال مطرح کوي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بین لافغاني خبرو پیل ته هیله مندي زیاته شوې ده.

ویل کېږي چې د سولې بین لافغاني خبرې به د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې په قطر کې پیل شي.

د دې خبرو په وړاندې د زندانیانو تبادله ستر خنډ بلل کېده خو د حکومت له لوري د ۳۰۰۰ زندانیانو او د طالبانو له لوري هم د یو شمېر افغان بندیانو خوشې کولو دا خنډ هم یو څه لیرې کړی دی.

افغان ولسمشر د ۲۰۰۰ نورو طالب زندانیانو د خوشې کېدو اعلان هم کړی دی.

‎هڅه مو وکړه د ښاغلي رباني د څرګندونو په اړه د سولې په چارو کې د دولت وزارت نظر هم ولرو خو د موږ پوښتنو ته ځواب رانه کړل شو.

‎خو ولسمشرۍ ماڼۍ بیا ټینګار کوي چې دوی د سولې په برخه ګټور او مهم ګامونه اخیستي او که طالبان تاوتریخوالی راکم کړي بین الافغاني مذاکراتو ته به لاړ شي.

‎د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
‎د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

‎د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د یوې خبري ناسته پر مهال په کابل کې په همدې ورځ وویل: "له طالبانو څخه د حکومت، خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنه داده، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي، د سولې پروسه ومني او د سولې خبرې اترې پیل کړي، حکومت د سولې په برخه کې بنسټیز ګامونه اوچت کړي دي او طالبان هم باید په دې لاره کې اقدام وکړي."

‎تر دې وړاندې هم د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې له طالبانو سره یې د خبرو اترو لپاره له ټولو اړخونو سره سلا مشورې کړي او د ولسمشر له لوري د بین الافغاني خبرو لپاره ټاکل شوې پلاوی هم هر اړخیز دی.

XS
SM
MD
LG