واشنګټن پوسټ لیکلي امریکایي چارواکي وايي چې له طالبانو سره د امریکا د تړون یو اصلي عنصر د طالبانو هغه ژمنه ده چې د داعش په وړاندې جګړه کې به له امریکا سره مرسته کوي.
په امریکا کې د وروستیو شمېرو له مخې کرونا ویروس څه باندې درې لکه او ۳۱ زره کسان نیولي او له ډلې یې نږدې نهه نیم زره کسان مړه شوي.
ارګ وايي ولسمشر د هېواد د سیاسي مشرانو په غوښتنه امر کړی چې د کابینې د نویو غړو ګمارنه تر پنځو ورځو ودرېږي څو د سیاسي خبرو لپاره لا ډېر فرصت رامنځته شي.
د کرونا ویروس یا (کوویډ–۱۹) ناروغۍ له امله په ټوله نړۍ کې د وژل شویو خلکو شمېر له ۳۳ زرو اوښتی چې دوه پر درېیمه برخهیې په اروپا کې دي.
افغان ولسمشر اشرف غني جمعه په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د یو شمېر بندیانو د بخښلو او ازادۍ فرمان ورکړ.
امریکا متحده ایالات چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پوځي اډې لري د کرونا ویروس د خپرېدو د اندېښنو په خاطر یې د خپلو پوځيانو مسافرت ځنډولی دی.
د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په طالبانو غږ وکړ چې له امریکا سره د شوي تړون په اساس په خپلو ژمنو متعهده پاتې شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې دا ویروس له یوه انسانه بل انسان ته هغه وخت انتقالېږي کله چې په دې ویروس ککړ انسان ټوخېږي، پرنجېږي یا غږېږي.
دوشنبه د کب نولسمه محمد اشرف غني د ولسمشر په توګه په ارګ ماڼۍ کې لوړه وکړه او عبدالله عبدالله هم چې د انتخاباتو پایله یې نه ده منلې په سپېدار ماڼۍ کې د لوړې لپاره خپل هوډ پر ځای کړ.
تر پرون شپې ناوخته دواړو ټیمونو ویل چې اشرف غني په ارګ ماڼۍ او عبدالله عبدالله په سپېدار ماڼۍ کې لوړه کوي.
نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان په اړه بېلابېل مطالب خپاره کړي دي.
نړیوالو ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې په افغانستان کې د نړیوالې محکمې له لوري د جنګي جرمونو د څېړنو په تړاو مقالې او تبصرې خپرې کړي.
ورځپاڼې لیکلي راتلونکو څو میاشتو کې به روښانه شي چې دغه معامله سولې ته د رسېدو یوه لار ده او یا د امریکایي ځواکونو د وتلو یو سیاسي پوښښ.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران روانه اوونۍ د سوریې په ادلب ښار کې د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي په لارو چارو بحث کوي.
د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني طالبانو ته یو "جدي" پیغام ورکړ او هغه دا چې که دا ډله له خپلو ژمنو تېره شي، هر څه ګډوډېدلی شي.
خلیج ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د سولې لپاره او په تېره بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ د نن ورځې کېدونکې موافقې ته په اشارې تر دې سرلیک لاندې تبصره خپره کړې ده.
له دې سره سره که چېرته د تاوتریخوالي د کمښت پروسه کامیابه وارزول شي امریکا او طالبان به راتلونکې شنبه یعنې د فبرورۍ په ۲۹مه تړون لاسلیک کړي.
د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیناوش جهانپور پرون د دغه هېواد دولتي ټلوېزیون ته وویل چې په کرونا وایروس باندې د اخته خلکو شمېر په ایران کې ۴۳ ته رسېدلی او په ۷۹۰ تنو نورو کسانو شک دی چې وایروس به نیولي وي.
ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د فبرورۍ ۲۳» مخکې له دې چې هند ته خپل سفر پيل کړي د ګڼو نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان د وضعیت په اړه هم د ځینو خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
نړیوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان سولې او ولسمشرۍ ټاکنو پایلو اعلان په اړه بېلابېلې مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.
نور راوښيه