د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

د ایران سترې محمکې د پراخو مظاهرو د ۳ ګډونوالو د اعدام حکم ځنډولی


ارشیف
ارشیف

د ایران سترې محمکې د تېر لړم د پراخو مظاهرو د درېیو ګډونوالو په دوسیو باندې له بیا کتنې سره موافقه کړې او د اعدام حکم‌یې ځنډولی دی.

دا پرېکړه پرون یکشنبه شوې او د ایران دولتي ټلوېزیون ایریب خپره کړه.

د مظاهرو دغو درېیو ګډونوالو امیر حسین مرادي، محمد رجبي او سعید تمجیدي ته د اعدام حکم په نړیواله کچه تُند غبرګونونه پارولي و او له ایران وغوښتل شول چې دا کسان اعدام نه‌کړي.

د ایریب د خبرونو ویاند علي ظهوریان وايي: "د درېیو اعدامیانو د حکم د اجرا ځنډول او د دوسیې بیا واري څېړنه. د تېر لړم په بلواوو کې د تورنو بلواګرو د وکیلانو تر غوښتنې وروسته چې ۴۷۴ ماده تطبیق یا د دوسیې بیا کتنه دې وشي سترې محکمې دا غوښتنه منلې ده."

د ایران حکومت ویلي د تورنو امیر حسین مرادي، محمد رجبي او سعید تمجیدي له موبایلونو په ترلاسه شویو فلمونو کې لیدل کېږي چې دوی بانکونه، موټر او دولتي ودانۍ سوځولي.

دغو درېیو کسانو ته د اعدام حکم تېره اوونۍ تأیید شوی و، خو سمدستي ورسره د 'مه‌یې اعداموئ' په نوم انلاین کمپاین میلیونونه کسانو ترسره کړ.

په دغه کمپاین کې چې د نړۍ د مشرانو او سیاستوالو پام‌یې هم واړاوه د ایران په قضائیه قوې غږ وشو چې د دغو ځوانانو له اعدام لاس واخلي.

د 'مه‌یې اعداموئ' هشټګ چې په ټویټر باندې نړیوال ټرېنډ یا خوځښت رامنځته کړ په لومړیو دوو ورځو کې تر ۱۰ میلیونو زیاتو خلکو وکاراوه.

د دغه کمپاین په لړ کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم تېره اوونۍ په خپل ټویټر باندې په فارسي ژبه لیکلی و: "په ایران کې درې کسان په مظاهرو کې د ګډون په خاطر په مرګ محکوم شوي. هر وخت د دې انتظار کېږی چې هغوی اعدام شي. د دغو درېیو کسانو اعدام به نړۍ ته غمجن پیغام ورسوي او باید ترسره نه‌شي."

په ایران کې تېر لړم/ نومبر میاشت خلکو د رژیم پر ضد پراخې مظاهرې وکړې چې د مظاهرو لمن تقریباً ټولو ښارونو ته ورسېده.

خلکو شعارونه ورکول چې له خراب اقتصاد، د رژیم له ظلمونو او بې‌روزګارۍ په تنګ راغلي دي.

ایراني ځواکونو په دغه هېواد کې د رژیم پلویو ملېشو یا بسیجیانو په همکارۍ مظاهره‌چیان په پراخه کچه وځپل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تېر ډسمبر د ایران د رژیم له‌خوا د مظاهرو تر ځپلو وروسته په یوه بیان کې وویل چې ایراني رژيم شااوخوا یو نیم زر مظاهره‌چیان ووژل.

ایران کله هم د وژل شویو او ټپي شویو خلکو شمېرې خپرې نه‌کړې او د امریکا او نورو سازمانونو له‌خوا یې خپرې شوې شمېرې دروغ وبللې.

امنېسټي انټرنشنل د لړم میاشتې د وژل شویو مظاهره‌چیانو شمېر ۳۰۴ او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څېړونکو یوې ډلې ۴۰۰ یاد کړي.

XS
SM
MD
LG