د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

افغان حکومت دا جمعه مشورتي لویه جرګه راغواړي


ارشیف، د ۲۰۱۹ کال د سولې مشورتي لویه جرګه
ارشیف، د ۲۰۱۹ کال د سولې مشورتي لویه جرګه

د افغانستان حکومت له طالبانو سره د بین‌الافغاني خبرو؛ په ځانګړې توګه د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه دا جمعه مشورتي لویه جرګه ورغواړي.

د جرګې د ترسراوي د نېټې د معلومېدو خبر لومړی د افغانستان دولتي ټلوېزیون خپور کړ.

د افغانستان چارواکو د طالبانو د ورکړل شوي لېست له مخې یوازې هغه ۴۰۰ طالب بندیان نه‌دي خوشې کړي چې په خبره‌یې جرمي او جنايي دوسیې لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اختر په لومړۍ نېټه ویلي و چې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون واک نه‌لري او باید له ملت سره د یوې جرګې له لارې پرې مشوره وکړي.

ولسمشر غني د اختریز پیغام د لوستلو پر مهال
ولسمشر غني د اختریز پیغام د لوستلو پر مهال

د ولسمشر د دوهم مرستیال محمد سرور دانش ویاند محمد هدایت یکشنبه ماښام ازادي راډيو ته وویل د سولې په اوسنۍ مشورتي لویه جرګه کې اصلي بحث د همدغو طالب بندیانو برخلیک دی، خو د سولې اړوند نور مهم مسایل هم څېړل کېږي.

هغه زیاته کړه: "د حکومت د مشرتابه پرېکړه همدا ده چې د اسد/زمري په ۱۷مه د سولې دا مشورتي لویه جرګه ترسره کېږي. دا به د تېر کال د سولې مشورتي لویې جرګې په څېر وي. ټول هغه کسان چې په تېرې جرګه کې غړي و نومونه‌یې شته. اړیکې ورسره نیول شوي. مشورې ورسره روانې دي. احتمالاً هماغه ترکیب به وي. اصلي موضوع د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو خلاصون دی چې جرمي او جنايي دوسیې لري. په همدې خاطر باید یوه ملي مشوره وشي او د لویې جرګې په سطحه دا مسئله مطرح شي."

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په خپله ټویټر پاڼه هم لیکلي چې د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه‌یې یکشنبه په کابل کې د امریکا سفارت له مرستیالې کېرېن دېکېر سره خبرې کړي.

ښاغلي دانش په ټویټر لیکلي چې له مېرمن کېرېن سره‌یې په خبرو کې ویلي چې لویه جرګه به د افغاني ټولنې د ټولو برخو استازو ته دا موقع برابره کړي چې له افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او طالبانو سره د سولې او ثبات په تړاو خپل وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړي.

د سولې دا مشورتي لویه جرګه درې تر پنځه ورځې دوام کوي.

د حکومت مطبوعاتي ټيم تر اوسه دا جزئیات نه‌دي رسنیز کړي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې سره سره مشورتي لویه جرګه په څه ډول ترسره کېږي.

د افغانستان حکومت تېر ۱۳۹۸ کال د ثور/غويي په نهمه د سولې په تړاو مشورتي لویه جرګه جوړه کړه.

په هغې جرګه کې چې د خلکو ۳،۲۰۰ استازو ګډون کړی و د سولې لپاره په واحد غږ، د لاسته راوړنو خوندیتوب، د خبرو د پیل په هدف د اوربند تأمین، د بندیانو تبادله او په ځینو نورو مهمو مسایلو پرېکړه شوې وه.

د ۲۰۱۹ کال مشورتي جرګې یو شمېر ګډون کوونکي
د ۲۰۱۹ کال مشورتي جرګې یو شمېر ګډون کوونکي

د پوهنتون استاد او سیاسي فعال محمود مرهون چې د تېر کال په جرګه کې یې د یوې کمېټې مشري کوله ازادي راډیو ته وویل له اوسنۍ جرګې به هغه نتیجه ترلاسه شي چې امریکا یې په تمه ده.

ښاغلی مرهون زیاتوي: "جمهور رئیس سره زموږ په مجلس کې دا خبره وشوله تر هغو چې بله لویه جرګه راغوښتل کېږي همدا لویه جرګه به دوام کوي، خو یو څه ته باید موږ متوجې واوسو هغه دا ده چې لویه جرګه د چا په امکاناتو د چا په پيسو راغوښتل کېږي؟ نو په دې اساس دغه لویه جرګه چې د بهرنیانو په تمویل ترسره کېږي، نو معلومداره خبره ده چې پرېکړه به‌یې د هغوی د خوشحالۍ په اساس باندې وي."

د تېر کال تر جرګې وروسته د افغان سولې د پروسې په برخه کې مهم پرمختګونه وشول.

امریکا له طالبانو سره د فبروري په ۲۹مه تړون لاسلیک کړ چې په اساس‌یې په ۱۴ میاشتو کې ټول بهرني پوځیان له افغانستان وځي او افغان حکومت او طالبان د بندیانو د تبادلې به بشپړولو سره مستقیمې خبرې کوي.

قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه
قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه

طالبانو ویلي چې څه باندې زر حکومتي بندیان‌یې خوشې کړي دي.

که څه هم د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پيل شوې، خو اوس ټوله خبره د هغو ۴۰۰ طالب بندیانو خلاصون ته پاتې ده چې چارواکي وايي جرمي او جنايي دوسیې لري.

داسې راپورونه هم شته چې په دغو ۴۰۰ طالب بندیانو کې د طالبانو یو شمېر بهرني ملاتړي جنګیالي او تر ډېره پاکستانیان شامل او حکومتي چارواکي نیوکه کوي چې طالبان ولې د بهرنیو جنګیالیو ازادي غواړي.

طالبان پرته له دې چې د دغو ۴۰۰ طالب بندیانو د نومونو او هویت په اړه څه ووايي په خلاصون‌یې ټینګار کوي او وايي چې د دغو کسانو په ازادۍ سره به بین‌الافغاني خبرې پيل کړي.

XS
SM
MD
LG