د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

بېروت په ناورين کې؛ چاودنو ۱۰۰ تنه وژلي او له څلورو زرو زیات ټپیان دي


په بېروت کې چاودنه
په بېروت کې چاودنه

د لبنان پلازمېنه بېروت سې شنبه ماښام دوو درنو چاودنو ولړزاوه چې په‌کې لسګونه کسان مړه او زرګونه نور ټپیان شوي.

د سې شنبې د ماښام شااوخوا شپږ بجې وې چې چاودنې په یوه بندري سیمه کې شوي او په وېډیوګانو کې ښکاري چې د ښار د دې برخې ودانۍ نړېدلي او هر څه ګډوډ شوي.

په لبنان کې د سره صلیب نړیوالې مرستندویه مؤسسې مشر جورج کیتاني نن رسنیو ته ویلي چې څو جسدونه تازه د خاورو لاندې را ایستل شوي او ورسره د مړو شمېر ۱۰۰ ته زیات شو. ​

مخکې له دې د لبنان د روغتیا وزیر حمد حسن ویلي لږترلږه ۷۸ کسان مړه او څه باندې څلور زره تنه نور ټپیان دي.

هغه ویلي د مرګ‌ژوبلو شمېر لا پسې زیاتېدونکی دی.

د ګڼو خلکو مړی او ژوندي ورک دی.

چارواکو ویلي چاودنې د امونیم نایتریت یا کیمیاوي سرې د ۲،۷۵۰ ټنو وې چې د بېروت په یوه بندري سیمه کې له کلونو په یوه زېرمتون کې ساتل کېده. ​

په بېروت کې د چاودنې اوښتې زیانونه
په بېروت کې د چاودنې اوښتې زیانونه

د لبنان صدراعظم حسن دیاب ویلي چې هېواد یې له یوه لوی ناورین سره مخ شوی.

هغه زیاته کړه: "دا یوه غمجنه ورځ ده. بېروت کړېدلی. لبنان یوه ناورین وهلی. دا یو ملي ناورین دی. کوم انځورونه چې موږ ګورو د دې تراژيدۍ د لویوالي ښکارندويي کوي او دا چې یو ناورین په لبنان راغی. بېروت غمځپلی دی او ټول لبنان له یوه مصیبت سره مخ دی."

دیاب ګواښ وکړ چې د دې پېښې په اړه به هېڅوک له حساب کتاب خلاص نه‌شي او ویې‌ویل دا یې له خلکو او د پېښې له قربانیانو سره ژمنه ده چې د دې پېښې عاملین به هرومرو حساب پرې کوي.

د لبنان صدراعظم نن چهارشنبه ملي ماتم اعلان کړی او له خپلو ملګرو هېوادونو یې غوښتي چې مرسته ورسره وکړي.

د لبنان صدراعظم حسن دیاب
د لبنان صدراعظم حسن دیاب

ده وویل: "زه اوس وخت په خپلو ټولو ملګرو او وروڼو هېوادونو چې لبنان‌یې خوښ دی په بېړنۍ توګه غږ کوم چې له موږ سره ودرېږي او له لبنان سره مرسته وکړي څو خپل ژور ټپونه ټکور کړای شو."

د نړۍ ګڼو ولسمشرانو او رهبرانو له لبنان سره خواخوږي ښودلې او ویلي يې دي چې مرستې به ورسره وکړي.

د لبنان په پلازمېنه بېروت کې دا پېښه داسې مهال شوې چې ټاکل شوې د پخواني صدراعظم رفیق حریري د وژل کېدو په اړه محکمه پرېکړه اعلان کړي.

حریري په ۲۰۰۵ کال کې په یوه موټر بم چاودنه کې وژل شوی و.

د ملګرو ملتونو محکمه کې به د رفیق حریري د وژل کېدو په تړاو څلور مشکوک کسان په غیابي توګه محاکمه شي.

دا څلور کسان د ایران د ملاتړ لرونکي حزب‌الله ډلې غړي دي. دې ډلې د حریري په قتل کې د لاس درلودو تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG