چک جمهوریت، پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغان څانګې خبریال
د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو یو وار بیا ایران تورن کړ چې په خلیج کې یې د تیلو په ټانکرونو برید کړی.
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رسېدلی، څو د سولې د یوې جامع پروسې لپاره د امریکا د هڅو په اړه بحث وکړي.
د قزاقستان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې اساسي حقونهیې تر پښو لاندې شوي او د انتخاباتو د هغې پروسې پر ضد درېدلي چې پایلهیې مخکې له مخکې پلان شوې وه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت د ملکیانو په وژل کېدو اندېښنه ښودلې او د جګړې له ښکېلو خواو یې غوښتي چې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه خپل مکلفیتونه ادا کړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس نن دوشنبه تهران ته رسېږي او د ایران په اټمي پروګرام او له امریکا سره د دغه هېواد په لانجې بحث کوي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مقاله کې په همدغو دواړو پېښو تمرکز کړی دی.