ګلبدین حکمتیار د سولې لپاره طرحه چمتو کړې او ټولو ښکېلو خواو ته یې سپارلې ده.
د افغانستان د ځوانانو د سولې غږ موسسې د سولې لپاره د حکومت او سیاسي ګوندونو ترمنځ د ملي اجماع د جوړېدو په هدف د یکشنبې په ورځ د نظرونو د راټولو یوه ناسته جوړه کړې وه.
د افغانستان د رونټیا څار بنسټ وايي، حکومت خلکو ته د برېښنا رسولو په کار کې پاتې راغلی دی.
په چین کې د یوه افغان محصل کورنۍ وايي افغانستان ته د هغه د لېږد یا نه لېږد په اړه، اندیښنې لري.
د افغانستان د ټاکنیزو د شکایتونو کمېسیون خپل فعالیتونه، د استېناف غوښتنې د پنځو مواردو پر ارزونې متمرکز کړي چې ۳۰۰ زره جنجالي رايې په کې شاملې دي.
دغه سیالۍ چې په سوېلي افریقا کې د افغانستان په وخت د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو ترسره کېږي ګټونکی ټیم به د یادو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کوي.
افغانستان د ازادۍ د ملاتړ د نړیوال ائتلاف ۳۵ م غړی شو.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د "ډي این اې" د ازمایښت لومړی مرکز د کابل د عدلي طب په مرکز کې پرانیست.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په هېواد کې د زړه د سوري شاوخوا ۳۰ فیصده ثبت شوي ناروغان د روغتیايي اسانتیاوو د کمبود له امله مري.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي تصمیم لري چې د هیواد د پوهنې نظام له سیاسته لیرې وساتي او دغه شان پراخ مسلکي اصلاحات په کې رامینځته کړي.
د "حزب اسلامي افغانستان د شوراګانو اتحاد" د شنبې په ورځ خپل موجودیت اعلان کړ.
د کابل ښار د لویدیځې څنډې اوسېدونکو، په ښار کې د بې نظمۍ، خپلسریو او د موټرو ګڼې ګوڼې ډېرېدو له امله په یوه بې ساري اقدام سره، کابل ښاروالۍ، ترانسپورت وزارت او د ترافیکو مدیریت ته «تنبل نامه» ورکړه.
د چاپیریال ساتنې ملي ادارې نن په کابل کې د هوا د ککړتیا د کمولو هڅې پیل کړې .
د افغانستان دفاع وزارت د وال ستریټ ژورنال د راپور په غبرګون وايي، په افغانستان کې د داعش ډله کلکه ځپل شوې ده.
د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله وایي، هېڅکله به پرېنږدي چې بیا د درغلیو پر بنسټ حکومت رامنځته شي.
د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، دراتلونکي اوونۍ د یکشنبې په ورځ به له هغو کسانو سره چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره یې اقدامات نه دي کړي، قانوني چلند وشي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د روان میلادي کال له لومړۍ میاشتې نه تر نهمې پورې څه باندې یو میلیون او ۲۰۰ زره ماشومان د سینه بغل په ناروغۍ اخته شوي دي.
افغان لیکوال زمان احمدي چې په کفر ویلو تورن شوی ازادي راډیو ته وايي، دی مجرم نه بلکې د خپلې ټولنې د ارزښتونو مدافع دی.
دافغانستان د مالېې وزارت وايي کوم شرطونه چې ورته نړیوالې ټولنې او دپیسو نړیوال صندق « آی. ایم. ایف » په پام کې نیولی وو، افغانستان وتوانید دغه شرطونه پوره او د دې وړشي چې بهرنۍ مرستې او پورونه ترلاسه کړي.
د افغانستان په اړه د یوه امریکايي سناتور لېنډسي ګراهام تر څرګندونو وروسته د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي، افغانستان به تر پایه د نړیوالې ټولنې د اوږو بار نه وي.
نور راوښيه