د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ نړیوال ۳۵ م غړی شو


د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ازادو رسنیو د ملاتړ د نړیوال ایتلاف سند لاسلیک پرمهال.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ازادو رسنیو د ملاتړ د نړیوال ایتلاف سند لاسلیک پرمهال.

افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ د نړیوال ائتلاف ۳۵ م غړی شو.

د افغانستان حکومت پرون د ازادو رسنیو د ملاتړ د نړیوال ایتلاف سند لاسلیک کړ.

د ولسمشر دویم مرستیال محمد سروردانش ددغه ایتلاف د سند د لاسلیک کولو پرمهال وویل، د دغه سند د موادو عملي کېدو ته ژمن دي.

د ښاغلي دانش په خبره که څه هم د بیان د ازادي د ټینګښت او د رسنیو د فعالیتونو لپاره ډېرې هڅې شوي خو بیا هم د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې، ډېرې ستونزې پرتې دي.

ښاغلي دانش، جنګ او ناامني او د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی او اطلاعاتو ته نه لاس رسی، د ستونزو په توګه یاد کړل.

د ولسمشر دویم مرستیال ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو کې به د بیان ازادي، سره کرښه وي.

هغه زیاته کړه: "موږ بیا بیا ویلي چې، د بیان ازادي حتی د سولې په خبرو کې یوه سره کرښه ده او د افغانستان خلک په هېڅ صورت حاضر نه دي چې، له دغې لویې لاسته راوړنې سره معامله وشي."

د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش
د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش

ښاغلی دانش زیاتوي، په پام کې ده چې د حکومت او رسنیو ګډ کمېسیون پر یوه دایمي کمېسیون بدل او مقرره او صلاحیتونه یې په کابینه کې تصویب شي.

د کاناډا او بریټانیې سفیران چې په دې مناسبت جوړې ناسته کې حاضر وو، د افغانستان له لورې یې د ازادو رسنیو د ملاتړ د نړیوال ائتلاف د سند د لاسلیکولو هرکلی وکړ او د بیان له ازادۍ او رسنیزو فعالیتونو سره یې د خپلو مرستو پر دوام تینګار وکړ.

په ورته وخت کې د حکومت او رسنیو د ګډ کمیسیون مرستیال ضیا بومیا وویل، سره له دې چې په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د سیمې په کچه بې ساری دی خو د ځینو دولتي ادارو مسوولین د اطلاعاتو د ورکولو پرمهال له خبریالانو سره پولیسي چلند کوي.

هغه زیاته کړه: "زموږ د ادارو مسوولین هغه اطلاعات چې د خلکو ملکیت دی او باید له خلکوسره شریک شي، پولیسې چلند کوي، سمه ده چې موږ یو پولیسي نظام نه لرو خو یو شمېر کسان چې د ځینو ادارو په راس کې دي، د اطلاعاتو په اړه پولیسي چلند کوی او ساتي یې."

د رسنیو د ازادۍ ملاتړ نړیوال ایتلاف، د تیرکال په دوبي کې د بریټانیې او کاناډا د دولتونو لخوا رامنځته شو.

له دغه ائتلاف سره د افغانستان له یوځای کېدو سره، د یاد ائتلاف د غړیو شمېر ۳۵ ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG