د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

مالیې وزارت: د نړیوالو د شرطونو په پوره کولو مو مرستې ترلاسه کړي


د مالېې وزارت سرپرست محمد همایون قیومي
د مالېې وزارت سرپرست محمد همایون قیومي

دافغانستان د مالېې وزارت وايي کوم شرطونه چې ورته نړیوالې ټولنې او دپیسو نړیوال صندق « آی. ایم. ایف » په پام کې نیولی وو، افغانستان وتوانید دغه شرطونه پوره او د دې وړشي چې بهرنۍ مرستې او پورونه ترلاسه کړي.

د افغانستان د مالېې وزارت وايي، په اقتصادي ، مالي او بانکې چارو کې اصلاحات، د ډیرو عوایدو راټول، د هیواد په کچه د لوی اقتصادي ښه مدیریت، اقتصادي وده او د اداري فساد پروړاندې موثره مبارزه ددې لامل شوه چې نړیواله ټولنه او د پیسو نړیوال صندیق "آی .ایم . ایف" د افغانستان پر اقتصادي اومالي پروګرامونو او پرمختګونو باوري شي.

دا خبرې د مالېې سرپرست وزیر محمد همایون قیومي دیکشنبې په ورځ په کابل کې د دغه وزارت د ۱۳۹۸ مالي کال د لاسته راوړنو او پرمختګونو د بیانولو پرمهال خبریالانو ته وکړې.

ښاغلي قیومي وویل: "د دغو اصلاحاتو په کېدو سره د نړیوالې ټولنې پر وړاندې دافغانستان اعتبارلوړ شوی او مرستندویان له افغانستان خپلو مرستو ته دوام ورکړي، په مجموع کې افغانستان د شپږ دورو بریالیو ارزونو وروسته توانیدلی چې د نړیوالې ټولنې ۴۴.۴ میلیونه ډالره ترلاسه کړي."

ښاغلي قیومې داهم وویل، په ۱۳۹۸ مالي کال کې د ملي عوایدو راټولو ته ۱۸۸ میلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوې وې خو دغه وزارت وتوانید چې په دغه کال ۲۰۹ میلیارده راټولې کړي.

ده داهم وویل چې اقتصادي وده په تېرو کلونو کې ۱.۳ فیصده وه خو سږکال ۳ فیصدو ته لوړه شوې ده .

د ده په خبره په روان مالي کال کې ۹۵.۴ فیصده بودجه لګول شوې چې ساری په تیرو کلونو کې نه لیدل کیږي.

ښاغلي قیومي ډاډ ورکړ چې که د هیوادامنیتی او سیاسي وضعیت ښه شي، دا هېواد به په لږه موده کې ډیر اقتصادي پرمختګونه وکړي.

په دغه ناسته کې د افغانستان بانک مسوول واحداله نوشېر د هیواد د بانکې سکټور په اړه خبرې وکړي ویې ویل، په روان کال کې انفلاسیون له ۳.۷ نه ۲.۱ ته راټیټ شوی دی.

مالي زیرمې له ۷.۷ میلیاردو ډالرو نه ۷.۸ میلیاردو ډالرو ته او اقتصادي وده له ۲فیصدو نه ۲.۷ ته پورته شوې ده.

مسوولینوداهم وویل، افغانۍ د ډالرو پروړاندې ۱۴ سلنه خپل ارزښت له لاسه ورکړی حال داچې ترکي پیسو یې په وړاندې ۵۰ ، پاکستانۍ روپیو ۴۷ او ایراني اسعارو ۲۰ فیصد خپل ارزښت بایللی دی.

سره له دې چې د مالېې وزارت او افغانستان بانک مسوولین په هېواد کې له اقتصادي او مالي لاسته راوړنو او پرمختګونو راضي دي خو د اقتصادي چارو پوهان وايي حکومت داسې پروژې پیل کړي چې له یوې خوا عواید ډیر او له بلې خوا د خلکو اقصادي ستونزې هم کمې کړي.

خان ولي تلاش ازادي رادیو ته وویل: "باید عدالت تامین شي، نظام باید ډیجتلي شي، هېوادوالو ته دشفافیت تضمین ورکړل شي او داسې عام المنفعه پروژوته توجه وشي چې، خلک ترې له ۵ کلونو نه نیولي ترشلو کلونو پورې ګټه پورته کړي."

افغان سوداګر او پانګه وال هم شکایتونه کوي چې ، حکومت دې د عوایدو د راټولو ترڅنګ خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

سوداګرو د خپلو فعالیتونو له پاره له حکومت د زیربناو، ځمکو ، برښنا او د قوانیو د ساده کولو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG