د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

له چینه د افغان محصلانو د رالېږد په اړه اندېښنې


په وروستیو ورځو کې په چین کې د کرونا د ویروس د خپرېدو له امله په افغانستان کې هم اندیښنې زیاتي شوي دي.
په وروستیو ورځو کې په چین کې د کرونا د ویروس د خپرېدو له امله په افغانستان کې هم اندیښنې زیاتي شوي دي.

په چین کې د یوه افغان محصل کورنۍ وايي افغانستان ته د هغه د لېږد یا نه لېږد په اړه اندیښنې لري.

په وروستیو ورځو کې په چین کې د کرونا د ویروس د خپرېدو له امله په افغانستان کې هم اندیښنې زیاتي شوي دي.

دغه اندېښنې تر ډېره حده له دې امله دي چې، چیرې له چین نه له افغانانو سره دغه ویروس هېواد ته ونه لیږدیږي.

سره له دې چې افغان حکومت له چین نه د افغان محصلانو لېږدولو ته تیاری نیولی خو د دغو اندېښنو له امله زړه نا زړه دی او تراوسه یې په اړه غوڅ تصمیم نه دی نیولی.

زهرا قیتمز چې په دې وروستیو کې له چین نه راستنه شوې وايي، ورور یې په چین کې محصل دی او دوې په اړه اندېښمن دي.

د زهرا په خبره که ورور يي افغانستان ته ولیږدیږي او که نه، کورنۍ یې په دواړو صورتونو کې، اندیښمنه ده.

هغه زیاتوي: "هغه کسان چي په دغه ویروس اخته دي او دلته راځي، ناروغي به خپلو کورنیو ته ولېږدوي، موږ نه ویلي شو چې دلته دې راشي او نه ویلی شو چې هلته دې وي."

زهرا وايي، څرنګه چې د کرونا د ویروس نښې له ۱۴ ورځو وروسته څرګندیږي، دوی اندېښنه لري چې که ورور یې افغانستان ته ولېږدېږي، او په دغه ویروس اخته شوی وي، یاد ویروس به په افغانستان کې نورو ته هم ورسېږي.

د افغانستان دعامې روغتیا وزارت پرون اعلان کړه چې، له چینه افغانستان ته د افغان محصلانو لیږدولو ته بشپړ تیاری لري.

کابل کې روغتیايي کارکوونکي د راتلونکو مسافرو معاینې پرمهال.
کابل کې روغتیايي کارکوونکي د راتلونکو مسافرو معاینې پرمهال.

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز یوې خبري ناستې ته ویلي: "د افغانستان دولت او د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، له چین نه افغانان راولیږدوي، ولسمشرۍ ماڼۍ یوه چارتر الوتکه هم تیاره کړې ده، زموږ روغتیايي ډله هم چمتو ده چې د چین وهان ته لاړه شي او زموږ محصلان را ولیږدوي، دلته مو د قرنطین زمینه هم برابره کړې ده."

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز
د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز

ښاغلي فېروز دا هم ویلي، د روغتیا نړیوال سازمان وړاندیزکړی ترهغې چې په چین کې د اضطرار حالت پای ته نه وي رسېدلی، د نورو هېوادونو اتباع دې د وهان له ښاره بهر ونه لېږدول شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، دغه وزارت دا زمینه هم برابره کړې چې که په دغه ویروس اخته کسان وپېژندل شي، قرنطین به یې کړي.

XS
SM
MD
LG