د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۹

د رونټیا څار بنسټ: حکومت خلکو ته د برېښنا رسولو کار کې پاتې راغلی


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د رونټیا څار بنسټ وايي، حکومت خلکو ته د برېښنا رسولو په کار کې پاتې راغلی دی.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ وايي، تخنیکي ستونزې، د ظرفیتونو کموالی، د څار نه شتون، د برېښنا له پروژو سره سیاسي چلند، اداري فساد، د برېښنا د اړوندو ادارو د مسوولینو شخصي سلیقې او داسې نور لامل شوي چې خلکو ته د برېښنا لازم خدمات ونه رسېږي.

د دغه بنسټ رئيس سیداکرام افضلي د شنبې په ورځ د برېښنا په چارو کې د ستونزو په اړه د یاد بنسټ د یو څیړنیز راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل، حکومت په ټوله کې د برېښنا پر وړاندې یو واضح لید لوری نه لري او دغه کمزوري لامل شوې چې، د برېښنا کمښت، د هېواد پر اقتصادي او پرمختیايي چارو ناوړه اغېزه وکړي.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ رئیس سید اکرام افضلي
د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ رئیس سید اکرام افضلي

هغه زیاته کړه: "دا چې د افغانستان حکومت یو ځانګړی لید لوری نه لري دا پخپله یوه ستونزه ده، د ځینو دولتي ادارو لږه لیوالتیا او ممانعت دی چې حتی هڅه یې کړې چې خنډونه رامنځته کړي او کوم سهم او واک چې په دې سکټور کې لري هغه په دې قیمت وساتي څو خلک برېښنا ته لاس رسي ونه لري."

ده وویل، اوسمهال د برېښنا په سکټور کې داوبو او برېښنا او د کلیو د پراختیا وزارتو په ګډون شاوخوا ۸ دولتي ادارې ښکېلې دي چې یو تر بله همغږي نه لري خو په دې برخه کې یو لړ پروژې پلې کوي.

د افضلي په خبره د افغانستان د برېښنا له سکټور سره د مرستندویو هېوادونو لخوا له تېرو څه کم شلو کلونو راهیسې شاوخوا ۴ میلیارده ډالره مرسته شوې خو د پروژو ټیټ کیفیت ته په کتو داسې ښکاري چې په ګڼو پروژو کې فساد شوی دی.

د افغانستان د رونټیا څار بنسټ وايي، چې د دوی راپور کلنی دی او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو، دولتي ادارو او شرکتونو سره د مرکو پر مټ چمتو شوی دي.

خلک هم د برېښنا د سکټور له خدمتونو راضي نه دي.

د کابل ښار اوسېدونکی نصیر ازادي راډیو ته وویل: "د کابل د برېښنا سیستم ډېر خراب دی، برېښنا کله وي او کله نه وي، زورواکي ته برېښنا شته خو غریبو لپاره نه شته، بیلونه هم زیات راځي، په میټرونو کې یو شی او په بلونو کې بل شی وي."

دغه راز حاجي سلیم وايي: "برېښنا خو هر ځای کې نه شته خو په کابل کې هم ډېر لږه ده، د شپې لخوا د څو ساعتونو لپاره راشي او ژر بېرته لاړه شي، په دې برخه کې د خلکو ستونزې ډیرې دي."

خو د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د څرګندونو په اړه د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، که د برېښنا کومه پلان شوې پروژه نه وي پلې شوې لامل یې نا امني ده او پرته له دې د برېښنا رسولو په برخه کې د دوی ټولې چارې په ښه توګه پرمخ روانې دي.

د دغه وزارت ویاند سیر نیکزاد ازادي رادیو ته وویل: "دغه ادعا په بشپړه توګه ردوو، د ۹۷ په پاې کې د وزارت په چوکاټ کې د برېښنا د خدماتو د تنظیم اداره جوړه شوه، تر اوسه یې د۳۷۲ میلیونو ډالرو په ارزښت د عامه او خصوصي مشارکت له لارې په هېواد کې پانګونه کړې، دغه پروژې بریالۍ دي او د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره به اغېزمنې وي."

ښاغلی نیکزاد د برېښنا په سکټور کې د دولت د اړوندو ارګانونو ترمنځ نه همغږي، فساد او نه لیوالیتا هم رد کړه.

افغانستان ته دا مهال برېښنا دېره له ګاونديو شمالي هېوادونو راواردېږي خو وخت پر وخت د برېښنا دغه لینونو د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا پرې کېږي او دا د دې لامل ګرځي چې د کابل په ګډون د افغانستان اکثره ولایتونه په منظم ډول برېښنا ونه لري.

XS
SM
MD
LG