د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: د استېناف غوښتنې پر ۵ مواردو پرېکړه نږدې شوې


خو د دغه کمېسیون ځینې سرچینې وايي، پر دغو پنځو مواردو پرېکړه وروستۍ شوې او لاسلیک ته تیار دي.
خو د دغه کمېسیون ځینې سرچینې وايي، پر دغو پنځو مواردو پرېکړه وروستۍ شوې او لاسلیک ته تیار دي.

د افغانستان د ټاکنیزو د شکایتونو کمېسیون خپل فعالیتونه، د استېناف غوښتنې د پنځو مواردو پر ارزونې متمرکز کړي چې ۳۰۰ زره جنجالي رايې په کې شاملې دي.

د افغانستان د ټاکنیزو د شکایتونو کمېسیون د سې شنبې له ورځې راهیسې د ولسمشریزو ټاکنو د جنجالي رایو په اړه بحثونه کوي.

په دې کې له ټاکلي وخت نه بهر ۱۰۲ زره راېې، ۱۰۷زره مشکوکې، ۲۴۲۳ محلونه، له یوې نه تر پنځو پورې د بایو میټریک د پاڼو په پایلو کې تفاوت، او له ۶ رایو پورته له اطلاعاتو سره د بایومیټریک په رایو کې تفاوت شامل دي.

د دغه کمېسیون غړی قاسم الیاسي وايي، د دغو پنځو مواردو په اړه د تصمیم نیونې نظریات سره نږدې شوي، او په اړه به یې تر راتلونکو دوو ورځو پورې تصمیم وروستی شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړی قاسم الیاسي
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړی قاسم الیاسي

هغه زیاته کړه: "ذهنیتونه نږدې شوي، انشاءالله ډیر ژر به د پرېکړو شاهدان اوسو، که پر دغو مواردو پریکړه وشي، ۹۵ فیصده کارونه به مو پای ته ورسېږي، موږ د افغانستان له خلکو سره چې ډیر انتظار یې وایست ژمنه کوو چې له قانوني ڼیتې نه به يې مخکې په اړه پرېکړه وشي."

خو د دغه کمېسیون ځینې سرچینې وايي، پر دغو پنځو مواردو پرېکړه وروستۍ شوې او لاسلیک ته تیار دي.

په ورته وخت کې د دې کمېسیون د ویاند مرستیال محمد رضاء فیاض وایي، د استېناف غوښتنې د دوسیو ډلبندۍ په ۲۱ ولایتونو کې پاې ته رسیدلې او په نورو ولایتونو کې به په نږدې راتلونکې کې پای ته ورسېږي.

هغه زیاتوي: "د وروستیو راپورونو له مخې، ډلبنډي په ۲۱ ولایتونو کې پای ته رسېدلې او په محدودو ولایتونو کې پاتې چې کار پرې نن او سبا دوام لري."

د ټاکنیزو د شکایتونو کمېسیون د میزان یا تلې د ۶ د ولسمشریزو ټاکنو اړوند په ۲۹ ولایتونو کې څه باندې ۶۲۰۰ استېنافي شکایتونو ترلاسه کړي او د ډلبنډۍ بیهر یې تیره اوونۍ پیل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې، په کابل کې د امریکا د سفارت شارژ دافیر راس ویلسن، د پنجشنبې په ورځ پرخپلې ټویټ پاڼه له ټاکنیزو کمېسیونونو غوښتي چې په همغږۍ او روڼوالي سره کار وکړي چې رایه ورکوونکي د ټاکنو پر پایلو باوري شي.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د میزان په شپږمه ترسره شوې.

د دغو ټاکنو لومړنۍ پایلې د درې میاشتي ځنډ وروسته د جدي په لومړۍ نېټه اعلان شوې.

تمه ده وروستۍ پایلې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له پرېکړې وروسته اعلان شي.

XS
SM
MD
LG