تمیم نوري د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي.
د کندهار بزګر او د تازه مېوې سوداګر وایي، سږ کال یې د انګورو او انارو حاصل ښه و، خو په هېواد کې بازار نهشته او پاکستان پرې مالیه لوړه کړې ده. دا سوداګر د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې تازه مېوو ته د بازار موندلو برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د ځايي کروندګرو په خبره د وروستيو ورښتونو او اقليمي بدلون له امله سږکال د کندهار انګورو حاصلاتو کې کموالی راغلی دی. دغه راز بل پلو د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو پر تازه مېوه د ماليې ۱۸سلنه لوړولو له امله هم بڼوال او د تازه مېوو سوداګر زيانمن شوي دي.
نور راوښيه