د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

کندهار کې د ځانګړي دوديز شيريخ پېر او پلور ډېر شوی؛ دا شيريخ څنګه جوړيږي؟


کندهار کې په دوديزه بڼه جوړ شوی شيريخ
کندهار کې په دوديزه بڼه جوړ شوی شيريخ

کندهاري شیریخ چې د دوبي په موسم کې یې پلور خورا زیات وي، د کندهار ترڅنګ د نورو ولایتونو اوسېدونکي یې هم ځانګړي مینه‌‌وال دي.

که څه هم د عصري ماشینونو په راتګ سره په زیاتو برخو کې بدلون راغلی، خو کندهاري شیریخ لا هم په پخوانۍ دودیزه بڼه جوړیږي.

په اختر کې مو انډیوالان هم راغلي وو، ښه شیریخ دی، هر وخت ورته راځو."
عبدالله جان

د کندهار د شکاپور بازار په‌دې شیریخ پلورنځی کې خلک او ماشومان د شیریخ خوړلو لپاره راټول شوي دي.

د ګرمۍ په‌دې موسم کې د کندهار ښار په بېلابېلو بازارونو کې د کندهاري شیریخ پلورونځیو کار ښه او پېرودونکي یې ډېر دي.

د کندهار هرات بازار، شکاپور بازار، او د خاد کوڅې شیریخ په‌دې ولایت کې ځانګړی شهرت لري.

عبدالله جان چې د کندهار د میرویس مېنې اوسېدونکی دی او هره ورځ له خپل ملګري سره شکاپور دروازې ته د شیریخ خوړلو لپاره راځي وایي، دا د ملګرو سره د وخت تېرولو یوه ښه بهانه ده.

عبدالله جان ازادي راډيو ته وويل: "دا اته کاله کېږي چې زه دلته راځم، مخکې موږ دلته اوسېدلو خو اوس کډه شوي یو، په اختر کې مو انډیوالان هم راغلي وو، ښه شیریخ دی، هر وخت ورته راځو."

کندهاري شيريخ ته د خوړلو لپاره د ورڅېرمه ولايتونه خلک هم ورځي.
کندهاري شيريخ ته د خوړلو لپاره د ورڅېرمه ولايتونه خلک هم ورځي.

کندهاري شیریخو د نورو ولایتونو د خلکو پاملرنه هم ځانته اړولې ده.

د هلمند اوسېدونکی خان محمد چې د کندهاري شیریخو ځانګړی مینه‌وال دی وایي: "چې کندهار ته راشو، خامخا ځان شیریخو ته رسوو، ښه خوند کوي، په خاص ډول د ګرمۍ په موسم کې ډېره مزه کوي. ټول خلک ورته راځي."

شیریخ چې یو ډول دودیز خواږه دي، له شیدو، بورې، یخ، او ځینو نورو طبیعي موادو څخه جوړېږي.

عبدالکریم چې د کندهار په شکاپور دروازه کې د شیریخو پلورنځی لري وایي، شیریخ موسمي خواړه دي، کله چې هوا ډېره ګرمه شي، نو خلک دلته راځي او د شیریخ په خوړلو سره خپله تنده ماتوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "کوښښ کوو چې ښه شی جوړ کړو، په سپرلې کې د شيريخو سېزن دی، بیا نو چې ژمی شروع کېږي شيريخ جوړو، بیا چې ټینګ یخ شي، فالوده ورسره شروع کړو."

سره له‌دې چې په عصري ماشینونو سره د شیریخو جوړول ډېر اسانه شوي، خو د کندهار په زیاترو بازارونو کې لا هم شیریخ په پخوانۍ دودیزه بڼه جوړیږي.

کندهار کې يو شيريخ پلورونکی
کندهار کې يو شيريخ پلورونکی

شیریخ پلورونکي شیدې او خواږه په یوې ځانګړې اله کې اچوي او د غلیظ کولو او یخ کولو لپاره یې په ساعتونو-ساعتونو په مالګه او یخ کې وهي تر څو چې شیریخ جوړ شي.

خو د کندهار د هرات بازار یو شیریخ پلورونکی احمد‌الله په لومړي ځل د شیریخ جوړولو لپاره له عصري ماشینونو څخه استفاده کوي.

هغه وایي، د عصري ماشینرۍ په مرسته یې کار اسانه شوی او د څو ساعتونو پر ځای په څو دقیقو کې شیریخ جوړوي.

احمدالله زیاتوي: "اوس برقي ماشینونه راغلي چې په ډېرې اسانۍ سره شیریخ جوړوي، پخوا موږ په یخي او مالګه کې په لاس جوړاوه، چې یوه درسته ورځ به یو نفر په اخته و، خو اوس د ماشین په مرسته په پنځه دقیقو کې جوړیږي."

په کندهار کې خلک د کلتوري دودونو له‌مخې په کوژدو، ودونو او د خوښیو په نورو محفلونو کې خپلو مېلمنو ته شیریخ ورکوي، چې شیریخ په‌دې سیمه کې د خوښۍ او مېلمستیا د ځانګړو خوړو په توګه هم پېژندل کېږي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG