متقي: داعش ځپل شوې او له منځه وړل شوې؛ شنونکي: طالبان د داعش پر وړاندې په یوازې ځان مبارزه نه شي کولای

ارشیف: په کابل کې د داعش پر ضد د وسله‌والو طالبانو د عملیاتو یو انځور

په افغانستان کې د طالبانو حکومت یو وار بیا ادعا کوي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش وسله‌واله ډله نه‌شته، ځپل شوې او له منځه وړل شوې ده.

په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ګډون د بېلابېلو ترهګریزو ډلو د موجودیت او فعالیت په اړه د سیمې د هېوادونو له تازه اندېښنو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یو وار بیا ادعا کړې چې دوی داعش ډله ځپلې او له منځه یې وړې ده.

امیر خان متقي پرون شنبه د سپټمبر ۲۸ مه له یوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې چې یوه برخه د طالبانو تر کنترول لاندې ملي تلوېزیون هم په خپله ایکس‌پاڼه خپره کړې ویلي چې په افغانستان کې هیڅوک د داعش د موجودیت ګواهي نه‌شي ورکولای او یاده ډله په دې هېواد کې ځپل شوې ده.

نوموړي په دې مرکه کې دا ادعا هم کړې چې په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هېڅ ډول امنیتي ګواښ نه دی پېښ شوی.

تازه تېره جمعه د سپټمبر ۲۷مه د پاکستان صدراعظیم شهباز شریف د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل، د طالبانو حکومت باید په افغانستان کې دننه د ټولو ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي، په تېره بیا هغه چې په ټکو یې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د پولې هاغاړه د ترهګرۍ مسوول دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

نوموړې په دې ډلو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش او تحریک طالبان پاکستان ټي‌ټي‌پي نومونه هم یاد کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان په اړه د روسیې په ګډون د ایران پاکستان او چین په څلور اړخیزه غونډه کې ایران ویلي چې د داعش او القاعده په څېر ترهګرې ډلې نه یوازې د افغانستان خلک، بلکې د سیمې امنیت هم ګواښي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې دا څلور اړخیزه ناسته د ملګرو ملتونو د ۷۹ مې عمومي غونډې په څنډه کې شوې ده.

په دې څلور اړخیزه غونډه کې چې دا هم د تېرې جمعې په ورځ جوړه شوې وه، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي بیا په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي، اړتیا ده چې په دې هېواد کې د ترهګرو خوځښتونه له نږدې وڅارل شي.

د امنیتي چارو یو شمېر پوهان بیا په دې باور دي باور لري چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول د داعش د موجودیت په اړه د سیمې د هېوادونو ګډې مبارزې ته اړتیا ده او دا چې په افغانستان کې باید یو قانوني حکومت رامنځته شي.

اتمر وايي: زما نظر دا دی چې طالبان په یوازې ځان نه شي کولای په افغانستان کې د داعش ډله له‌منځه یوسي، ځکه د دې ډلې اړیکې له بېلابېلو هېوادونو سره دي او امکانات هم نوره نړۍ ورکوي.

د امنیتي چارو پوه اسحاق اتمر ازادي راډيو ته وویل: "که سیمه په ګډه په دې برخه کې کار وکړي نو د یو بریالیتوب تمه شته، زما نظر دا دی چې طالبان په یوازې ځان نه شي کولای په افغانستان کې د داعش ډله له‌منځه یوسي، ځکه د دې ډلې اړیکې له بېلابېلو هېوادونو سره دي او امکانات هم نوره نړۍ ورکوي."

د افغانستان د دفاع پخوانی سرپرست وزیر او د چارو شنوونکي شاه محمود میاخېل ازادي راډيو ته ه وویل: "د افغانستان لپاره دا مهمه ده چې څنګه یو مشروع او قانوني حکومت په کې رامنځته شي تر څو د افراطي ډلو د لاس آله نه شي، که افغانستان د افراطي ډلو د لاس اله ګرځي د ګاونډیو په ګډون به نړیوال په افغانستان کې لاسوهنه کوي او هر یو به دغلته خپل مخالفین له منځه وړي او دا یوه بله خبیثه د جنګ حلقه رامنځته کوي."

د افغانستان د دفاع پخوانی سرپرست وزیر او د چارو شنونکی شاه محمود میاخېل

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت او د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د پراختیا په اړه له دې وړاندې هم اندېښنې ښودل شوي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې، خو داعش ډلې په افغانستان کې د پراخه بریدونو مسوولیت منلی دی.

یوازې په تېره وږې یا سنبلې میاشت کې د داعش ډلې خراسان څانګې په کابل او دایکندي کې د دوو بریدونو مسوولیت ومانه چې د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې، په دې دواړو بریدونو کې ۲۰ کسان ووژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي وو.