د بشري حقونو څار سازمان: د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو برید د افغانستان راتلونکی زیانمنوي

ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز ولګاو

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د افغان نجونو پر زده‌کړو د طالبانو برید د افغانستان راتلونکی زیانمنوي.

د بشري حقونو څار سازمان یا هیومن رایټس واچ ویلي، طالبان په بشپړه توګه له زده‌کړو د نجونو په بې برخې کولو سره په سیستماتیک ډول د ښځو پر حقونو برید کوي او په دې کار سره یې د افغانستان د پوهنې سیستم او خلکو ته اوږدمهاله زیان رسولی دی.

د بشري حقونو سازمان لوګو یا نښان

دغه سازمان پرون سې شنبه د سپټمبر په ۱۷مه له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو د بندیز د درې کلنۍ په مناسبت کې په یو بیان کې ویلي، دا بندیز یو ناوړه جنسیتي تېری دی چې د افغانستان په ښوونیز نظام کې جنسیتي نابرابري بنسټیزه کوي.

په بیان کې راغلي چې دا بندیز د افغانانو د ژوند په ټولو برخو منفي اغېز کوي او د هېواد راتلونکي لپاره ناوړه ټولنیزې، پرمختیایي او اقتصادي پایلې لري چې د هرې ورځې په تېرېدو سره چې بندیز په خپل ځای پاتې کېږي، زیان ډېرېږي.

د بشري حقونو د څار سازمان په دې بیان کې کې ټینګار کوي چې د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د برید له امله به افغانستان په راتلونکې کې د ډاکترانو، نرسانواو ښځینه ښوونکو په ګډون د ژوند په مختلفو برخو کې د باسواده ښځینه مسلکي کسانو له جدي کمښت سره مخ شي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په داسې حال کې چې د افغان نجونو په زده‌کړو بندیز په نړیواله کچه بحثونه راپارولي، خو حکومتونو او نړیوالو بنسټونو تراوسه د طالبانو د دې بندیز د لیرې کولو لپاره د پام وړ اقدام نه دی کړی.

ارشیف: په کابل کې د نجونو د یوه ښوونځي زده‌کوونکې. طالبانو دا مهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.

یاد سازمان له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر طالبانو فشار راوړي چې سمدستي خپل بندیزونه لیرې کړي او د نجونو لپاره د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه خپلې پخوانۍ ژمنې عملي کړي.

دا سازمان همدا راز له طالبانو غواړي چې باید ژر تر ژره د نجونو پر ثانوي زده‌کړو بندیز پای ته ورسوي او د ټولو نجونو لپاره د خوندي او باکیفیته زده‌کړو زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې له زده‌کړو بې برخې یو شمېر نجونې وايي، د نجونو پر زده‌کړو بندیز نه یواځې دا چې د نجونو پر حقونو تېری دی، بلکې د نجونو وړتیاوې هم له منځه وړي.

د کابل اوسېدونکې بهار او د مزار شریف اوسېدونکې تبسم چې پر زده‌کړو د طالبانو د بندیز له امله په کور ناستې دي، په دې اړه یې له ازادي راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

بهار وايي: د لوستو او پوه ښځو او نجونو نه شتون د اړینو او حیاتي برخو لکه د روغتیا، زده‌کړې او ادارې د له منځه تلو لامل کېږي او موږ د تیارو خوا ته روانېږو.

بهار وايي: "د لوستو او پوه ښځو او نجونو نه شتون د اړینو او حیاتي برخو لکه د روغتیا، زده‌کړې او ادارې د له منځه تلو لامل کېږي او موږ د تیارو خوا ته روانېږو، د افغانستان د بیا رغونې وړتیا له لاسه ورکوو او دا یوه لویه بې عدالتي ده او یواځې د شته ناورین د لا ژور کېدو لامل کېږي."

تبسم وویل: "دا موضوع د افغانستان راتلونکي ته زیان رسوي، که نجونې زده‌کړې ونه کړي په راتلونکې کې به ښځينه ډاکتره، ښوونکې او په نورو برخو کې به نجونې نه وي، دا وضعیت نه یواځې نجونو ته بلکې ټولنې ته یو ګواښ دی او د راتلونکې د ښه‌والي لپاره باید نجونو ته د زده‌کړو حق برابر شي."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په زده‌کړو هر ډول بندیز لګول شوی دی.

د ملګرو ملتونو عملي، کلتوري او ښوونیز سازمان یا یونسکو د شمېرو له مخې، اوسمهال ۲.۵ میلیونه نجونې په افغانستان کې له زده‌کړو بې برخې دي.