د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

د پوهنتونونو تحصیلي نصاب کې د طالبانو بدلونونو راوستو اندېښنې رامنځته کړي


د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم
د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وایي، د افغانستان د پوهنتونونو تحصیلي نصاب کې بدلونونه راوستي دي.

د پوهنتونونو د تحصیلي نصاب د نوي کېدو په اړه د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم تر څرګندونو ورسته، یو شمېر محصلان او استادان او د زده‌کړو فعالان د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، تر اوسه له دوی سره په دې اړه هېڅ معلومات نه دي شریک شوي.

ندیم وايي: هغه تر وخت تېر مضامین لرې شوي، د ټولنې اړتیا په کې په نظر کې نیولې شوې چې د هغه مطابق به موږ پوهنتونونو کې تدریس لرو.

ندا محمد ندیم پرون سه شنبې په کابل کې د دوی د حکومت له لوري د کار ملي کنفرانس کې ته په وینا کې وویل: "دوه کاله په نصاب کار شوی، د منظورۍ لپاره مو د وزیرانو شورا ته وړاندې کړی، پر هغه هم تصامیم نیول شوي، ښه تجدیدات په کې راغلي، هغه تر وخت تېر مضامین لرې شوي، د ټولنې اړتیا په کې په نظر کې نیولې شوې چې د هغه مطابق به موږ پوهنتونونو کې تدریس لرو."

د ندا محمد ندیم دا څرګندونې ملي تلوېزیون په یوه ویډیو کې په خپله ایکسپاڼه خپرې کړي دي.

نوموړي په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي او د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حافظ ضیا‌الله هاشمي هم د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د کابل پوهنتون دروازه
د کابل پوهنتون دروازه

خو د دولتي پوهنتونونو یو شمېر محصلان وایي دوی له دې امله اندېښمن دي چې د نصاب د بدلون اړوند له وړاندې ورسره هېڅ ډول معلومات نه دي خپاره شوي.

د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي یو محصل د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، لا له وړاندې دوی ته په تدریس کې ځینې مضامین اضافه شوي چې هغو ته په کتو دوی د نوي نصاب منظورېدو ته اندېښمن دي.

هغه وايي: "موږ د دې نصاب د جوړښت او محتوا په اړه نه پوهېږو، دا چې اوس تجدید شوی نه پوهېږو چې څومره معیاري دی، که د ننني وخت اړتیاوې یې په نظر کې نیولي وي، خو ښه ده که نه دا به هم بې پایلې نصاب وي."

یو شمېر دا محصلان ادعا کوي چې مخکې هم د طالبانو د حکومت له‌خوا د دوی په مضامینو کې د فکري روزنې او دیني مذاهبو په نوم کتابونه اضافه شوي چې په ادعا یې سخت‌دریځي خپروي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکې او مخکینۍ محصله، چې نه غواړي راپور کې یې نوم خپور شي بیا اندېښمنه ده چې کېدای شي طالبانو د ښځو او بشري حقونو اړوند موضوعات او کتابونه له نصابه لرې کړي وي.

هغې وویل: " زه فکر کوم دوی به د بشري حقونو او ښځو اړوند کتابونه لري کړي وي او پر ځای به د دیني علومو کتابونه زیات کړي وي، ځکه د اسلامي امارت په لومړي کال چې زه پوهنتون کې وم موږ به اونۍ کې یو کریډېټ ثقافت درس ویل وروسته درې کریډېټ شول، یا به دوی داسې کتابونه لرې کړي وي چې هغه د نجونو د فاکولتو لپاره وه."

بلخوا د لوړو زده‌کړو ځینې فعالان وایي، تعلیمي او تحصیلي نصابونه باید د لوړو زده‌کړو او نړیوالو نورمونو او د هر هېواد د ټولنې د اړتیاوو پر بنسټ برابر شي.

د کابل پوهنتون یو استاد د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "کله چې د هېواد په کچه په تعلیمي نصاب کې بدلون راځي اړینه ده چې د څار لپاره کورني او نړیوال څارونکي په جریان کې اوسي تر څو د هغو مضامینو په زیاتېدو او بدلېدو کې د محصلینو لپاره داسې منځپانګه برابره شي چې د دوی عملي کچه وده وکړي."

ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته دوی د پوهنتونونو د یو شمېر پوهنځیو اړوندو څانګو کې ځني بدلونونه راوستي چې له دې ډلې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو له پوهنځي د څو برخو لرې کول شامل دي.

دغه شان له افغانستان د ډېری استادانو په وتلو سره هم تحصیلي نصاب ډېر اغېزمن شوی چې په تړاو یې وخت په وخت راپورونه ورکړل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG