د نړیوالو سازمانونو ګډه ارزونه؛ د هرات د تېرکال زلزله ځپلو ته سلګونه میلیونه ډالره په کار دي

د هرات یو شمېرې زلزله ځپلې سیمې - ارشیف

ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، اروپایي ټولنې او د اسیا پرمختیایي بانک له یوې ارزونې وروسته په یوه ګډ راپور کې اټکل کړی دی چې د هرات د پروسږکال د زلزله ځپلو لپاره په سلګونو میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

وروسته تر دې چې طالبانو د دوه زره یو ویشتم کال په اګسټ کې کابل ونیوه، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د یوې ستونزې په اړه دغسې مهم بنسټونه ګډه ارزونه کوي.

په هرات کې د اکتوبر په میاشت کې زلزلې د شاوخوا دوه زره افغانانو ژوند واخیست.

د شپږ اعشاریه درې ریښتر په کچه دا زلزله لومړی د اکتوبر په اوومه وشوه چې بیا یې څو ورځې پرله پسې ټکانونه احساسیدل.

له دې زلزلې روغ پاتې شوي لاهم له ستونزو سره مخامخ دي. د دې خلکو د ستونزو د مخنیوي لپاره ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، اروپایي ټولنې او د اسیا پرمختیایي بانک په خپل مشترک راپور کې اټکل کوي چې څلور سوه دوه اعشاریه نهه میلیونه ډالرو ته ضرورت دی.

ځینو موسسو له دې زلزله ځپلیو سره د زلزلې له لومړیو ورځو راهیسې مرستې روانې کړې دي.

د هرات په کشک ولسوالۍ کې یوه ډاکټر سید شاه سعیدي اسوشیتد پریس اژانس ته وویل:

" له لومړۍ ورځې راهیسې چې زلزله وشوه د (او-سي-سي-ډي) ټیم د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته په زلزله ځپلیو سیمو کې روغتیایي خدمات پیل کړل."

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي لا هم په خېمو کې ژوند کوي

د روغتیا نړیوال سازمان تېره اوونۍ خبر ورکړ چې تر اوسه یې د ګلران، انجیل، کوهسان، کشک او زنده جان د ولسوالیو تر یولک ډېر ناروغان کتلي دي او درملنه یې کړې ده.

دا زلزله د افغانستان په اوسني تاریخ کې یوه تر ټولو ویجاړونکې زلزله وه چې پوره کلي یې تر خاورو لاندې او په زرګونو کسان یې ټپیان کړل.

د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، نړیوال بانک او اسیایي پرمختیایي بانک د ارزونې له مخې، د دغو زلزلو پر مهال د هرات په نهو ولسوالیو کې دوه اعشاریه دوه میلیونه خلک اغېزمن شوي دي.

په راپور کې په دقیق ډول د هغو مېرمنو، ماشومانو، زړو، ځوانانو او ټولو شمېرې څرګندې شوې دي چې زلزلې ځپلي دي.

د راپور له مخې، تر ټولو سیمو د هرات په انجیل او زنده جان ولسوالیو کې خلک ډېر ځپل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د بشري مرستو همغږه کوونکې اندریکا راتوات ژمنه کوي چې د زلزله ځپلیو د سمدستي اړتیاو غم به وخوري.

نوموړې زیاته کړه چې دې تراژيدۍ دا فرصت هم برابر کړی دی چې پياوړې، هر اړخیزه او انعطاف منلې ټولنه بیا جوړه کړي.