ناټو په اروپا کې د لوړې کچې هوایي پوځي تمرینات پيلوي

ارشیف: د ناټو الوتکې د نظامي تمریناتو پر مهال

ناټو نن په اروپا کې د لوړې کچې هوایي پوځي تمرینات پيلوي.

لوېدیځو اژانسونو دغه تمرینونه چې نږدې دوه اوونۍ به دوام وکړي، بې‌ساري او د دغه سازمان په پنځه اویا کلن تاریخ کې تر ټولو لوی بللي دي.

ناټو د خپل تاریخ تر ټولو لوی هوایي پوځي تمرینونه د دغه سازمان د غړو هېوادونو پر ښارونو، هوایي ډګرونو او سمندري بندرونو د هوایي حملو د خوندیتوب په هدف پلان کړي دي.

د 'ایر دیفندر 23' په نوم دغه تمرینونه د جرمني په مشرتابه نن دوشنبه پیلېږي چې د جون میاشتې تر ۲۳مې نېټې دوام کوي.

فرانس پریس خبري اژانس لیکلي چې، د ناټو د پنځه ویشتو غړو او متحدو هېوادونو ۲۵۰ پوځي الوتکې او شاوخوا لس زره پوځي پرسونل به په دغو نندارو کې ګډون ولري.

د ناټو په متحدانو کې چې دغو تمرینونو کې شامل دي د سویډن او جاپان نومونه هم یاد شوي، دا هغه هېوادونه دي چې د ناټو غړیتوب ته په تمه دي.

د دغو پوځي تمرینونو په لړ کې هوایي ځواکونو ته تر ډېره په جرمني او دغه راز چک جمهوریت، استونیا او لتوانیا کې عملیاتي او تخنیکي روزنه هم ورکول کېږي.

د يادو پوځي نندارو هدف د روسیې د تحرکاتو په ګډون د ځینو احتمالي ګواښونو مخنیوی بلل شوی، خو د جرمني پوځي چارواکو ویلي، پر مهال به یې هېڅ پوځي الوتکه د کالینینګراد خواته الوتنه ونه‌کړي.

کالینینګراد د روسیې د خاورې هغه برخه ده چې د ناټو سازمان له دوو غړو هېوادونو پولند او لېتوانیا سره ګډه پوله لري.

د جرمني چارواکو خبرداری ورکړی چې د پوځي نندارو پر مهال به د ملکي الوتکو مهالوېشونه اغېزمن شي.

دغه هوایي پوځي تمرینونه داسې مهال ترسره کېږي چې پر اوکراین د روسیې یرغل شپاړسمې میاشتې ته غځېدلی او دې جګړې د روسیې او لوېدیځ ترمنځ اړیکې خړې پړې کړي دي.

په جرمني کې د امریکا سفیرې امي ګاتمن ویلي، دغه پوځي تطبیقات د دوی د متحدو هېوادونو د ځواکونو چالاکي او سرعت په ګوته کوي او په خبره یې هدف یې د روسیې په ګډون ځینو هېوادونو ته پیغام لېږل دي.

ګاتمن ویلي، دا به د ډېرې حیرانۍ وړ خبره وي چې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین په ګډون د نړۍ مشران دغو تمرینونو ته پام ونه‌کړي.

د ناټو سازمان په ۱۹۴۹ کال کې جوړ شو چې دا مهال ۳۱ غړي لري.

د دغه سازمان ۲۹ غړي اروپایي هېوادونه او دوه نور یې د شمالي امریکا هېوادونه دي.

د ناټو سازمان د پنځې مادې له مخې، د سازمان پر هر غړي هېواد برید پر ټول سازمان د برید په معنا بلل کېږي.