د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

ناټو او متحدینو یې په پولنډ کې پوځي تمرینونه پیل کړل


ناټو او متحدینو یې پرون په پولنډ کې پراخ پوځي تمرینونه پیل کړل.د "اناکونډا ۱۶" په نوم دا پوځي تمرینونه لس ورځې دوام کوي او په داسې حال کې ترسره کیږي چې د روسیې د زیاتیدونکې ګواښ په وړاندې د ختیځې او مرکزي اروپا هېوادونه د ناټو له پوځي تړونه د لا ډېر ډاډ غوښتنه کوي.

په دې تمریناتو کې د پولنډ، امریکا، د ناټو د اولس نورو غړېو هېوادونو او همدارنګه د ناټو د پنځو متحدانو ټول یو دېرش زره سرتیري برخه لري.

په دې کې دولس زره سرتیري د پولنډ دي. څورالس زره امریکايي او شاوخوا زر په کې بریتانوي سرتیري دي.

د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز ډګر جنرال مارک میلي د دوشنبې په ورځ د دې پوځي تمرینونو د پیل پر مهال په وارسا کې وویل:

"امریکا او د دې هېواد پوځ د اناکونډا له عملیاتو یوازې یو هدف لري او هغه هم دا دی چې موږ ټول سره راټول شوي یوو څو وښیو چې موږ د پولنډ له خلکو سره اوږه په اوږه ولاړ یوو او موږ همدارنګه له ناټو سره هم اوږه پر اوږه ولاړ یوو څو باوري کړو چې د ناټو ټول غړي هېوادونه ازاد او خپلواک پاتې کیږي."

د پولنډ د دفاع وزیر انټوني ما سیریویز Antoni Macierewicz وویل، دا تمرینونه د ناټو د ختیځې څنډې څخه د دې تړون د دفاعي وړتیا د ارزونې لپاره ترسره کیږي.

د پولنډ د دفاع وزیر انټوني ما سیریویز
د پولنډ د دفاع وزیر انټوني ما سیریویز

مسکو وايي، د روسیې پولو ته نژدې د ناټو هر ډول حضور د دې هېواد امنیت ته ګواښ پېښوي او په دې وروستیو کې یې خبرداری ورکړی چې په عکس العمل کې به یې اقدامات وکړي.

په ناټو کې د روسیې استازي الکساندر ګروشو وايي، مسکو دا تمرینات له نژدې څېړي څو وکتل شي چې روسیې ته کوم ګواښ پېښوي کنه.

ناټو دا پوځي تمرینونه په وارسا کې د ناټو د مشرانو له غونډې څو اوونۍ مخکې ترسره کوي.

تمه کیږي چې په دې غونډه کې به په پولنډ او د سیمې په نورو هېوادونو کې د ناټو د پوځي حضور په پراختیا بحثونه وشي.

XS
SM
MD
LG