د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

صربیا به ۶ میاشتې په هېڅ نړیوالو پوځي تمریناتو کې ګډون ونه‌کړي


ارشیف
ارشیف

یوه ورځ مخکې تر دې چې د سلاو وروڼو په نوم د ۲۰۲۰ کال پوځي تمرینات په بلاروس کې ترسره شي، صربیا اعلان وکړ چې د شپږ میاشتو په مخه به په هېڅ راز نړیوالو پوځي تمریناتو کې ګډون ونه‌کړي.

د صربیا دفاع وزیر الکساندر ولین د چهارشنبې په ورځ وویل چې دا پرېکړه‌یې د اروپایي ټولنې د ډېر فشار له امله وکړه.

اروپایي ټولنې په بلاروس کې د تېرې میاشتې پر انتخاباتو اعتراض کړی دی. د اګسټ په ۱۱مه اروپایي ټولنې له امریکا سره په ګډ بیان کې وویل چې د بلاروس د ولسمشرۍ انتخابات نه شفاف و نه بې‌طرفه او د بلاروس پر حکومت‌یې انتقاد وکړ چې د انتخاباتو پر ضد د لاریونونو د ځپلو پر مهال‌یې له تشدده کار اخیستی دی.

د صربیا دفاع وزیر وایي، اروپایي ټولنې خبر ورکړی و چې له دې تمریناتو ووځي کنه په دې ټولنه کې به‌یې راتلونکې له خطر سره مخامخ شي.

ارشیف
ارشیف

ټاکل شوې وه چې د سلاو وروڼو پوځي تمرینات د پنجشنبې په ورځ پیل شي او په دې تمریناتو کې د کوربه هېواد بلاروس، روسیې او صربیا ځواکونه برخه واخلي. د روسیې تاس اژانس د بلاروس د دفاع وزارت د ویاند په وینا خبر ورکړ چې تر اوسه مېنسک په رسمي ډول د بلګراد له پرېکړې نه‌دی خبر شوی.

صربیا ویلي دي چې په راتلونکو شپږ میاشتو کې به له ناټو، چین، روسیې یا بل نړیوال شریک سره په پوځي تمریناتو کې ګډون ونه‌کړي.

د ناټو یوه چارواکي وویل چې د راتلونکو میاشتو په مخه له صربیا سره د تمریناتو کوم پلان نه‌لري، خو ناټو له صربیا سره اوږدمهاله شراکت لري.

XS
SM
MD
LG