د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

 د ناټو عمومي منشي د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې رد کړې


د ناټو عمومي منشي د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر هغه وروستۍ څرګندونې چې دا سازمان یې په جګړه غوښتنې تورن کړی رد کړي او ویلي یې دي چې ناټو د روسیې په وړاندې هم یو پوځي او هم یو سیاسي غبرګون ته اړتیا لري.

ینس ستولنتبرګ دا څرګندونې د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر فرانک والټرشټایمنر له څرګندونو یوه ورځ وروسته د بیلډ سونتاګ په نوم ورځپاڼې ته کړي دي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر هغه وروستۍ څرګندونې رد کړي چې وايي ناټو په پوځي چمتوالي وضیعت تودوي.

په داسې حال چې په پولینډ او لیتوانیا کې د ناټو ستر پوځي تمرینات روان دي او ټاکل شوې ده د راتلونکې میاشتې په لومړیو کې ددې پوځي تړون مشران په وارسا کې غونډه وکړي، د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر فرانک والټر شټاینمایر انتقاد دا اندېښنې رامنځ ته کړي چې ښايي په جرمني کې واکمن ایتلاف د مسکو په وړاندې د یو جلا چلند د خپلولو په لټه کې اوسي.

شټاینمایر چې خپله یو سوسیال ډیموکراټ دی ویلي :"ناټو پر مځکه د بوټان په دربولو او جګړه غوښتنې وضیعت نور هم ترینګلي کوي."

خو د ناټو عمومي منشي په ناروي کې ددې تړون د پوځي تمریناتو په درشل کې ازادي راډیو ته وویل، د ناټو غړي د روسیې په وړاندې د یو دوه اړخیز چلند د خپلو لو په اړتیا کې خپلو کې متحد دي، نوموړې وویل:

"موږ د کړکیچونو د مخنیوي لپاره یوې ځواکمنې دفاع ته اړتیا لرو ، خو موږ د ترینګلتیا د کمولو لپاره سیاسي خبرو ته هم اړ یوو ."

ینس ستولتنبرګ زیاته کړه چې د ناټو ټول اته ویشت غړي ددې تګلارې ملاتړ کويخو دا خپله د جرمني د هغه ټینګ ملاتړ چې د خبرو اترو څخه یې کوي او همدارنګه په ختیڅ کې ددې هیواد د پوځي حضور د زیاتیدو هرکلی کوي.

د ناټو تړون د روانې میاشتې په لومړیو کې د سړې جګړې راوروسته تر ټولو ستر پوځي تمرینات په پولینډ او لیتوانیا کې پیل کړل.

د جرمني په شمول د ناټو د څلورویشت غړیو هېوادونو او د دوی د شریکانو یودیرش زره سرتېري په دې پوځي تمریناتو کې برخه لري.

ټاکل شوې ده جرمني به د هغو څلور کنډکونو څخه د یو مشري وکړي چې په ایستونیا، لاتویا ، لیتوانیا او پولینډ کې به ځای پرځای کیږي.

دا اقدام په ختیځ کې د ناټو د غړیو هیوادونو د اندېښنو د کمولو لپاره کېږي.

په ۲۰۱۴ م کال کې د روسیې له خوا له ځان سره د کریمیا د ټاپووزمې یو ځای کولو او د اوکراین په ختیځ کې جګړې د ختیځې اروپا هغه هېوادونه اندېښمن کړي چې د ناټو غړیتوب لري.

د ناټو د ختځې څنډې د پیاوړې کولو په اړه وروستۍ پریکړه به د ناټو د مشرانو په هغه غونډه کې وشي چې راتلونکې میاشت وارسا کې جوړیږي.

یو شمیر چارواکي او کارپوهان ویره لري چې د ناټو دا اقدام به د روسیې غبرګون را پورته کړي.

روسیې له مخکې ګواښ کړی چې د توغندیو پرمختللی سیستم به د بالتیک په سمندر کې ځای پر ځای کړي.

داسې توغندي د بالتیک درې واړه هیوادونه او د پولینډ ډیره برخه په مستقیمه توګه تهدیدولی شي.

XS
SM
MD
LG