د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

کرملېن وایي په ناټو کې د اوکراین غړیتوب به روسیې ته یوه 'سره کرښه' وي


د روسیې جمهوري ریاست، کرملېن
د روسیې جمهوري ریاست، کرملېن

د روسیې جمهوري ریاست، کرملېن وایي روسیه دې خبرې اندېښمنه کړې چې کیف ته به یوه ورځ "د غړیتوب لپاره د عمل پلان" ورکړل شي.

د عمل په دې پلان کې ګډون په ناټو سازمان کې د غړیتوب لومړنی رسمي ګام دی.

د کرملېن ویاند دمیتري پېسکوف ویلي، مسکو په ناټو سازمان کې د ګډون په هدف د اوکراین هڅې له نږدې څاري او په خبره‌یې دا ګډون دوی ته سره کرښه ده.

دا اندېښنه وروسته تر دې ښودل کېږي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي تېره دوشنبه وویل، دی د امریکا له ولسمشر جو بایډن نه په ناټو کې د ګډون په هدف د هو یا نه ښکاره ځواب غواړي.

په ناټو سازمان کې د اوکراین د احتمالي ګډون په تړاو روسیه داسې مهال اندېښنه ښيي چې وړمه ورځ د روسیې او امریکا ولسمشرانو په جنوا کې سره وکتل.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر دې ملاقات وروسته ویلي، خبرو کې یې مثبت ټکي و او په خبره‌یې ده او امریکایي سیال‌یې د خبرو دوام ته چمتووالی ښودلی دی.

جنوا کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره له لیدنې وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وینا
جنوا کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره له لیدنې وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وینا

د امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۱۴ کال راهیسې اوکراین ته څه باندې دوه‌نیم میلیارده ډالره امنیتي مرسته ورکړې.

دا مرسته وروسته تر دې له اوکراین سره شوې چې همدې ۲۰۱۴ کال کې روسیې د واکراین کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

روسیه دغه‌راز تورنه ده چې د واکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي، د همدې بېلتون‌پالنې له کبله جګړه کې تر اوسه څه باندې ۱۳ زره کسان وژل شوي دي.

په ناټو سازمان کې د ګډون په هدف د اوکراین غوښتنې ته امریکا مشروط ځواب ورکړی دی.

ولسمشر جو بایډن ویلي، کیف ناټو تړون کې له ګډون مخکې اړتیا لري چې د پراخ اداري فساد ریښې وچې کړي او یو شمېر نورې ځانګړتیاوې پوره کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له لیدنې وروسته د یوه خبري کنفرانس پر مهال
د امریکا ولسمشر جو بایډن د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له لیدنې وروسته د یوه خبري کنفرانس پر مهال

روسیه داسې مهال په ناټو کې د واکراین د احتمالي غړیتوب په اړه اندېښنه ښيي چې وروستیو میاشتو کې د مسکو او کیف په اړیکو کې کړکېچ زیات شوی دی.

دا دواړه هېوادونه یو بل د اوکراین په ختیځ کې د جګړې په تودېدو ملامتوي، دغلته جګړه داسې مهال زیاته شوې چې د اوکراین او د روسیې له ملاتړه برخه‌منو بېلتون غوښتونکو ترمنځ د سولې خبرې درېدلې دي.

روسیې څه موده مخکې د اوکراین پولې ته نږدې خپل لوېدیځ سرحد کې یو لک سرتېري ځای پر ځای کړل، هغه اقدام چې د لوېدیځ له‌خوا پرې اندېښنه وښودل شوه او وغندل شو.

روسیې بیا دا دفاعي تمرینات وبلل او وروسته‌یې اعلان وکړ چې ځواکونه‌یې د اواکراین له سرحدي سیمو په شا کړي دي.

امریکا او اوکراین بیا د مسکو دا خبره نه‌مني او وایي، له دې سیمې د روسیې سرتېري په بشپړ ډول نه‌دي په شا شوي.

بل‌خوا په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویکتوریا نولاند پرون د ازادې اروپا/ ازادي راډیو له اوکراین څانګې سره په مرکه کې ویلي، متحده ایالات د اوکراین حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنې بشپړتیا ته کلکه ژمنتیا لري.

کریمیا کي ځای پر ځای شوي روسي ځواکونه
کریمیا کي ځای پر ځای شوي روسي ځواکونه

مېرمن نولاند وړاندې ویلي، پر روسیې د امریکا لګول شوي بندیزونه به تر هغو دوام ولري چې دا هېواد د واکراین په وړاندې خپل چلند بدل نه‌کړي.

XS
SM
MD
LG