د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

روسیې او د ناټو لوېدیځو متحدینو هم‌مهاله پوځي تطبیقات کړي


روسیې او د ناټو لوېدیځو متحدینو هم مهاله لوی پوځي تطبیقات کړي دي.

د بریتانیا، فرانسې، ایټالیا او جرمني جېټ الوتکو د سپټمبر پر ۱۲د ناټو غړو هېوادونو هوایي حریم ته د روسي الوتکو د ننوتلو د مخنیوي په هدف ځیني مانورونه ترسره کړل چې څنګه کولی شي د مخالفو الوتکو مخه ونیسي.

دغه پوځي تطبیقات داسې مهال شوي چې روسیې هم په همدې وخت کې د دغه هېوا د په تاریخ کې تر ټولو لوی پوځي تمرینات وکړل او په ترڅ کې یې خپل تر ټولو پرمختللی هوایي دفاعي سیسټم نړۍ ته وښود.

دغه اقدامات داسې مهال شوي چې د اوکراین، سوریې او هم د امریکا او اروپایي هېوادونو په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو د ادعا وو له کبله د روسیې او لوېدیځ تر منځ اړیکې ډېرې ترینګلي دي.

د ناټو ګډ تمریونونه
د ناټو ګډ تمریونونه

د ناټو په دغو تطبیقاتو کې د دغه تړون د څو غړو هېوادونو پیلوټانو هسپانیې ته د یوې تلونکي بلجیمې پوځي ترانسپورټي الوتکي د مخنیوي مانور ترسره شو.

د ناټو شااوخوا شپیته جېټ الوتکي د دوی د هوایي حریم د دفاع لپاره په تیارسۍ حالت کې دي.

د ناټو سازمان اروپایي غړي داسې مهال د خپل ځان د دفاع په اړه د ژمنو پوره کولو هڅه کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ انتقاد کړی وو چې ددغه سازمان غړو د دفاعې بودجې په پرې کولو کې کافي برخه نه ده اخیستې.

لوېدیځ متحدین اوس مهال پر هغې موافقې بحث کوي چې د دې ایتلاف غړي د یوې واحدې فضا تر نامه لاندې وکولی شي د یو بل د هوایي حریم دفاع وکړي.

دا مهال د دغه سازمان هر غړی هېواد پخپله د خپل هوایي حریم دفاع کوي، په عین وخت کې بیا دا ټوله غړي په ګډه د بالتیک هېوادونو د هوایي حریم په دفاع کې مرسته کوي، ځکه بالتیک هېوادونه د ځان د دفاع لپاره کافي جېټ الوتکې نه لري.

ناټو دا مهال په ۱۶کلونو کې تر ټولو پراخو پوځي تطبیقاتو د پلان په حال کې ده چې په اکتوبر او نومبر کې به په ناروې کې ترسره شي.

ټاکل شوې څه باندي ۴۰ زره ځواکونه برخه پکي واخلي چې ځیني به یې د فنلنډ او سویډن وي چې هغوی د ناټو غړي نه دي.

په همدې حال کې روسیې د چهارشنبې په ورځ په خپلو مرکزي او لوېدیځو سیمو کې د خپل تاریخ تر ټولو لوی پوځي تمرینات پیل کړل.

د روسیې دفاع وزارت ویلي په دغو تطبیقاتو کې چې یوه اوونۍ به دوام وکړي، ۳۰۰ زره پرسونل ګډون پکې لري.

روسي سرتېري د تمرینونو په حال کې
روسي سرتېري د تمرینونو په حال کې

د روسیې دغه پوځي تمرینات د پخواني شوروي اتحاد لخوا د سړې جګړې پر مهال تر پوځي د تر ټولو لویو تطبیقاتو دوه برابره لوی دي.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین نن پنجشنبه د سایبیریا په ختیځ کې دا تطبیقات ولیدل او ویې ویل چې دا مانورونه د کوم هېواد پر ضد نه دي.

ولسمشر پوتین ویلي، روسیه سوله غوښتونکی هېواد دی او د یرغل پلان نه لري او نه به یې په راتلونکې کې ولري.

د روسیې په تمریناتو کې چینایي او منګولیایي سرتېري هم برخه لري او تر راتلونکې دوشنبې پوري به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG