بار: طالبانو له نړیوالو د غوښتنو ترڅنګ پر ښځو محدودیتونو لګولو ته دوام ورکړی

د بشري حقونو د څارسازمان د ښځو د حقونو مرستیاله هیدربار

د بشري حقونو د څارسازمان د ښځو د حقونو مرستیاله هیدربار وایي، د طالبانو د حکومت چارواکو له کله چې پر افغانستان واکمن شوي، تل له نړیوالو سره د ښه تعامل، مرستو او نورو برخو کې خپلې غوښتنې مطرح کړي، خو له دې سره هممهاله یې پر ښځو هم سختو محدودیتونو لګولو ته دوام ورکړی.

نوموړې د هغو راپورونو په غبرګون کې چې وایي، د قطر صدراعظم افغانستان ته په وروستي سفر کې د طالبانو له مشر سره په پټه کتلي او هغه له انزوا څخه د افغانستان د وتلو لپاره د نوې لېوالتیا نښه ښودلې وایي، دا فکر نه‌کوي چې دا دې کومه نوې لېوالتیا وي، یوازې نوې خبره په‌‌کې دا ده چې له اخندزاده سره لیدل شوي دي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده

هیدربار پرون چهارشنبې په خپله ټویټرپاڼه کښلي، طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې تل په لېوالتیا خپلې، د ښکېلتیا یا تعامل، مرستو او د رسمیت پېژندلو غوښتنې مطرح کړي او مبارکۍ ورکوي.

خو له دغو خبرو سره هممهاله په دوامداره توګه د ښځو او نجونو ځپنه دوام لري او لا پراخه شوې.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې د ځینو سرچینو په حواله چې نومونه یې نه‌دي یاد شوي ویلي چې د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال‌‌ثاني د می په ۱۲مه کندهار ته د سفر پر مهال د طالبانو له مشر ملا هبت‌الله اخندزاده سره پټې خبرې اترې کړې دي.

په دې اړه نور: د قطر صدراعظم د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده سره پټې خبرې کړي

د راپور له مخې په دغو محرمو خبرو کې پر دې بحث شوی چې څنګه د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې سره لانجې پای ته ورسوي.

د راپور له مخې د امریکا د ولسمشر جوبایډن له ادارې سره هم د دغو خبرو جزییات شریک شوي او هغوی له طالب مشرانو سره د دې ډول خبرو د دوام غوښتنه کړې ده.

تر اوسه د قطر حکومت دغه خبرې رسماً نه‌ دي تایید کړي او امریکایي چارواکو هم په دې اړه تر اوسه کومه تبصره نه‌ده کړې.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر ډسمبر په وروستیو کې پر ښځو د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

د بشري حقونو د څار سازمان، هیومان رایټس واچ د ښځو د حقونو مرستیاله هیدر بار دغه خبرو ته په اشاره وایي، دا د اخندزاده لپاره نوې خبره ده چې له بهرنیانو سره خبرې کوي او زیاتوي هغه هم له داسې هېواد سره چې د دوی ډېر نږدې ملګری دی.

هیدربار وایي، دا چې ولې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، هېڅ یوه هېواد یې حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، مهم لاملونه یې پر ښځو د زده‌کړې او کار په برخو کې د دوی له‌خوا لګول شوي محدودیتونه دي چې دې مسئلې د بشري مرستو مخه هم نیولې ده.

له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي او دغه راز د هغوی پوهنتونونه تړلي او ښځې یې د ملګروملتونو په ګډون کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې له کاره منعه کړي دي.