د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

مولوي عبدالکبیر د طالبانو د رییس الوزرا موقتي ځای ناستی ټاکل شوی


مولوي عبدالکبیر
مولوي عبدالکبیر

د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د ناروغۍ په سبب د موقت وخت لپاره له چارو رخصتي اخیستې او پر خپل ځای یې د چارو د پر مخ وړلو لپاره خپل سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر معرفي کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا خبره د سه‌شنبې شپې ناوخته ازادي راډیو ته وکړه.

نوموړي وويل: "اصلي خبره دا ده چې محترم رییس الوزرا په اختر کې کندهار ته تللی و او لږ څه ناروغ و، نو ځکه یې وغوښتل چې د یوې مودې لپاره استراحت وکړي. په خپل کفالت یې خپل سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ریاست الوزرا د کفیل په توګه معرفي کړی دی. د لنډې مودې لپاره دی. بېرته به کابل ته ستون شي."

مخکې له دې رسنیو راپور ورکړ چې مولوي عبدالکبیر د طالبانو د مشرتابه له‌خوا د ریاست الوزرا د سرپرست په توګه ټاکل شوی.

مولوي عبدالکبیر د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دی.

مولوي عبدالکبیر
مولوي عبدالکبیر

د مولوي عبدالکبیر د دفتر د مطبوعاتو مشر محمد حسن حقیار افغان رسنیو له هغې ډلې پژواک اژانس ته تایید کړې چې د ملا حسن اخند د سختې ناروغۍ په سبب مولوي عبدالکبیر د موقت وخت لپاره د ریاست الوزرا کفیل مقرر شوی دی.

رسنیو راپور ورکړی چې د مولوي عبدالکبیر د مقررۍ په اړه د طالبانو د مشرتابه فرمان ټولو وزارتونو ته لېږل شوی.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل او د ملا حسن اخند په مشرۍ یې سرپرست کابینه اعلان کړه.

ملا حسن اخند چې د طالبانو د بنسټګر او لومړني رهبر ملا محمد عمر اخند له نږدې ملګرو دی په غونډو کې کم ښکاره کېده او اکثر لیدنې د هغه مرستیالانو ملا عبدالغني برادر، ملا عبدالسلام حنفي او مولوي عبدالکبیر کولې.

ملا حسن اخند د طالبانو له هغو رهبرانو یادېده چې تر ډېره یې د خپل رهبر ملا هبت الله اخندزاده د فرمانونو تطبیق څاره او په ګڼو مسایلو کې یې نرمښت ونه ښود.

ملا حسن اخند
ملا حسن اخند

د نجونو د تعلیم بندیز، د ښځو پر کار بندیز او ګڼ نور محدودوونکي اقدامات هغه مسایل دي چې د ملا حسن اخند په مشرۍ د طالبانو حکومت په پوره جدیت تطبیق کړي.

مولوي عبدالکبیر چې تازه د موقت رییس الوزرا په توګه ټاکل شوی د ګڼو بهرنیو او لوېدیځو ډیپلوماټانو او استازیو سره لیدنې کولې.

وروستی ځل همدا سه‌شنبه هغه د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزوا اوتنبایووا سره ولیدل.

د طالبانو حکومت په یوه بیان کې ویلي چې مولوي کبیر له اغلې اوتنبایووا سره لیدنه کې د طالبانو سره د نړۍ د تعامل او تفاهم غوښتنه کړې ده.

مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزوا اوتنبایووا سره د لیدنې پر مهال
مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزوا اوتنبایووا سره د لیدنې پر مهال

مولوي عبدالکبیر د پکتیا اصلي اوسېدونکی دی او د طالبانو په پخوانۍ دوره کې هم د ۲۰۰۱ کاله له اپرېل تر نومبر پورې صدراعظم پاتې شوی.

دی د طالبانو د لومړي رژیم تر ړنګېدو وروسته د مشرتابه شورا او د مرکچي پلاوي غړی هم پاتې شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG